د لاسرسي ځای

تازه خبر
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.

پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته د نتیجو شېبه په شېبه حال

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات کېږي. پر دې پاڼه د ټاکنو بهیر په اړه شېبه په شېبه معلومات خپرېږي.

د انتخاباتو په اړه د خبرونو لنډیز

  • په پاکستان کې په پارلېماني انتخاباتو کې د رایې اچونې بهیر پای ته له رسېدو سره سم، د رایو شمېر پیل شو چې لا هم روان دی. په هغه هېواد کې انتخابات د فبرورۍ پر اتمه د پېښور له وخت سره سم سهار پر اتو بجو پیل او د ماښام پر پینځو پای ته ورسېدل.
  • د پاکستان حکومت د انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وې. وزارت د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې وویل چې پولې د فبرورۍ پر نهمه بیا پرانیزي.
  • ټولټاکنې پر داسې مهال وشوې چې د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. تر دې یوه ورځ مخکې د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۳۰ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.
  • د مشال راډیو خبریالان وايي چې په بېلابېلو ښارونو کې انتخاباتي بهیر ارام روان وو.
  • د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امنیت ټینګښت لپاره یې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ په لنډمهالي ډول ځنډولي دي.
  • د موبایل ټېلېفوني شبکې او انټرنېټ ځنډولو د ګوندونو، فعالانو او د بشري حقونو کمېشن غبرګونونه پارولي دي. کمېشن پر حکومت غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې شبکه او انټرنېټ بحال کړي.
۱۴:۳۳ ۸.۲.۲۰۲۴

د پاکستان انتخاباتو کې څومره نوماندان برخه اخلي؟

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د عمومي څوکیو لپاره د ۵،۱۲۱ نوماندانو ترمینځ سیالي روانه ده چې له هغو څخه یې ۳۱۲ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

داراز، د څلورو صوبايي اسمبلیو د ۵۹۰ څوکیو ډکولو لپاره د ۱۲،۶۹۵ امېدوارانو ترمینځ سیالي ده چې ورڅخه یې ۵۷۰ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

په خیبر ضلع کې یو کس خپله رایه کاروي.
په خیبر ضلع کې یو کس خپله رایه کاروي.

۱۴:۲۸ ۸.۲.۲۰۲۴

انتخابات: د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو شمېر

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ ۲۶۶ عمومي څوکۍ دي چې ورڅخه یې پر ۲۶۵ انتخابات روان دي او پر یوې څوکۍ ټاکنې ځنډول شوې دي.

له دې پرته د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له ۱۱۵ څخه د ۱۱۳ څوکیو ډکولو لپاره د رایې اچونې بهیر روان دی. داراز، د پنجاب د ۲۹۷، د سیند ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ له ۵۱ څخه پر ۵۰ څوکیو ټاکنې دوام لري.

۱۳:۴۹ ۸.۲.۲۰۲۴

په پاکستان کې د موبایل ټېلېفون خدمات ځنډول شوي دي

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د رایې اچونې بهیر روان دی، د هغه هېواد په زیاتره برخو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټ خدمات تړل شوي دي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر اتمه پر اېکس په بیان کې پر حکومت غږ وکړ چې د موبایل ټېلېفون خدمات دې ژر تر ژره بحال کړي.

د پاکستان رسنۍ وايي چې پیپلز ګوند د انتخاباتو پر مهال د موبایل ټېلېفون خدماتو ځنډولو پرضد د هېواد انتخاباتي کمېشن ته درخواست ورکړی دی.

اخوا د کورنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر اتمه په بیان کې ویلي چې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټي خدمات یې د امنیت ټینګښت لپاره ځنډولي کړي دي.

وزارت ویلي دي چې دا کار یې په وروستیو کې په هېواد کې د ترهګرۍ پېښو ته په کتو کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د فبرورۍ پر شپږمه د حکومت او انتخاباتي کمېشن په نوم په پرانیستي لیک کې غوښتنه وکړه چې د انتخاباتو پر مهال دې په هېواد کې انټرنېټي خدمات فعال وساتي.

د سازمان تر غوښتنې یوه ورځ وروسته پاکستانیو رسنیو د مخابراتي چارو ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) په حواله وویل چې چې په هغه هېواد کې به انټرنېټي خدمات نه ځنډوي.

۱۳:۱۷ ۸.۲.۲۰۲۴

مردان کې انتخاباتي بهیر ته کتنه

په مردان کې د مشال راډیو خبریال له ځینو کسانو سره د ووټ اچولو عمل په اړه خبرې کړې دي.

په مردان کې ولس خپلې رایې کاروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:37 0:00

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG