د لاسرسي ځای

تازه خبر
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.

پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته د نتیجو شېبه په شېبه حال

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات کېږي. پر دې پاڼه د ټاکنو بهیر په اړه شېبه په شېبه معلومات خپرېږي.

د انتخاباتو په اړه د خبرونو لنډیز

  • په پاکستان کې په پارلېماني انتخاباتو کې د رایې اچونې بهیر پای ته له رسېدو سره سم، د رایو شمېر پیل شو چې لا هم روان دی. په هغه هېواد کې انتخابات د فبرورۍ پر اتمه د پېښور له وخت سره سم سهار پر اتو بجو پیل او د ماښام پر پینځو پای ته ورسېدل.
  • د پاکستان حکومت د انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وې. وزارت د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې وویل چې پولې د فبرورۍ پر نهمه بیا پرانیزي.
  • ټولټاکنې پر داسې مهال وشوې چې د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. تر دې یوه ورځ مخکې د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۳۰ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.
  • د مشال راډیو خبریالان وايي چې په بېلابېلو ښارونو کې انتخاباتي بهیر ارام روان وو.
  • د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امنیت ټینګښت لپاره یې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ په لنډمهالي ډول ځنډولي دي.
  • د موبایل ټېلېفوني شبکې او انټرنېټ ځنډولو د ګوندونو، فعالانو او د بشري حقونو کمېشن غبرګونونه پارولي دي. کمېشن پر حکومت غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې شبکه او انټرنېټ بحال کړي.
۱۸:۰۵ ۸.۲.۲۰۲۴

د انګور اډې اوسېدونکو له انتخاباتو پرېکون کړی دی

د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان د انګور اډې سیمې د فبرورۍ اتمې له انتخاباتو پرېکون کړی وو او رایې یې و نه کارولې.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې یې د خپلو ۱۸ غوښتنو پوره کېدو لپاره پرلت وهلی دی خو حکومت پوره نه کړې نو ځکه یې له ټاکنو پرېکون وکړ.

پرلتوالو د جنورۍ پر ۲۷مه ویلي ول چې که حکومت یې غوښتنې پوره نه کړي نو په انتخاباتو کې رایې نه کاروي.

د هغوی په غوښتنو کې د پاکستان او افغانستان تر مينځ د انګور اډې پر لاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختمول، د امنیت ټینګښ، خلکو ته د تعلیم او روغتيا اسانتياوې ورکول، د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون شبکو بحالول او پاخه سړکونه جوړول شامل دي.

د انګور اډې یو اوسېدونکي جنت میر مشال راډیو ته وویل چې د غوښتنو تر منلو پورې به یې احتجاج دوام لري. "نن د فبرورۍ اتمه ده خو موږ ووټونه وا نه چول. زموږ احتجاج به د غوښتنو تر منل کېدو پورې روان وي."

د انتخاباتي کمېشن چارواکو او د جنوبي وزیرستان انتظامیې د انګور اډې د اوسېدونکو د پرېکون په اړه څه نه دي ویلي.

خو د کوز جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر محمد ناصر خان د فبرورۍ په پیل کې مشال راډیو ته ويلي ول چې د پرلت له مشرانو سره یې د مسلو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.

۱۷:۱۳ ۸.۲.۲۰۲۴

په پاکستان کې د قامي او صوبایي اسمبلیو انتخابات ترسره شول

په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د رايې کارونې بهير د مازيګر پر پينځه بجې پای ته رسېدلی دی او په ځینو پولېنګ سټېشنونو کې د ووټونو شمېرلو عمل پيل شوی دی خو د ووټ اچولو په هغو مرکزونو کې به وروسته پیلېږي چې پکې لا هم خلک د رایې کارولو په انتظار دي.

په هغه هېواد کې د رايې کارونې بهير سهار اته بجې پيل شوی وو.

په دې اړه تفصیل په ويډيويي رپورټ کې وګورئ.

د پاکستان انتخاباتو کې د رايې کارونې بهير پای ته رسېدلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00

۱۷:۱۰ ۸.۲.۲۰۲۴

د رایې اچونې بهیر ختمېدو په اړه ژوندۍ ویډیويي خپرونه

په پاکستان کې په پارلېماني انتخاباتو کې د رایې اچونې بهیر پای ته رسېدلی دی البته د پولېنګ سټېشنونونو دننه منتظر کسان کولای شي چې خپلې رایې وکاروي.

په هغه هېواد کې انتخابات د فبرورۍ پر اتمه د پېښور له وخت سره سم سهار پر اتو بجو پیل شوي ول.

د بهیر ختمېدو په اړه د مشال راډیو څلورمه ژوندۍ ویډیویي خپرونه پر فېسبوک دلته وګورئ او داراز یې لاندې پر یوټیوب هم لیدلای شئ.

۱۶:۴۷ ۸.۲.۲۰۲۴

پېښور کې د رایې اچونې بهیر روان دی

په پېښور کې د فبرورۍ پر اتمه سهار مهال په پولېنګ سټېشنونو کې د خلکو شمېر کم وو خو له وخت تېرېدو سره ګڼه ګوڼه زیاته شوه.

په دې اړه تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

په پېښور کې خلک خپلې رایې کاروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:08 0:00

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG