د لاسرسي ځای

تازه خبر
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.

پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته د نتیجو شېبه په شېبه حال

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات کېږي. پر دې پاڼه د ټاکنو بهیر په اړه شېبه په شېبه معلومات خپرېږي.

د انتخاباتو په اړه د خبرونو لنډیز

  • په پاکستان کې په پارلېماني انتخاباتو کې د رایې اچونې بهیر پای ته له رسېدو سره سم، د رایو شمېر پیل شو چې لا هم روان دی. په هغه هېواد کې انتخابات د فبرورۍ پر اتمه د پېښور له وخت سره سم سهار پر اتو بجو پیل او د ماښام پر پینځو پای ته ورسېدل.
  • د پاکستان حکومت د انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وې. وزارت د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې وویل چې پولې د فبرورۍ پر نهمه بیا پرانیزي.
  • ټولټاکنې پر داسې مهال وشوې چې د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. تر دې یوه ورځ مخکې د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۳۰ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.
  • د مشال راډیو خبریالان وايي چې په بېلابېلو ښارونو کې انتخاباتي بهیر ارام روان وو.
  • د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امنیت ټینګښت لپاره یې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ په لنډمهالي ډول ځنډولي دي.
  • د موبایل ټېلېفوني شبکې او انټرنېټ ځنډولو د ګوندونو، فعالانو او د بشري حقونو کمېشن غبرګونونه پارولي دي. کمېشن پر حکومت غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې شبکه او انټرنېټ بحال کړي.
۱۴:۴۱ ۸.۲.۲۰۲۴

په کراچۍ کې انتخاباتي بهیر څنګه روان دی؟

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فبرورۍ پر اتمه خلک د رايې ورکونې مرکزونو کې خپلې رايې کاروي.

په هغه ښار کې د قامي اسمبلۍ پر ۲۲ او صوبايي اسمبلۍ پر ۴۷ څوکيو نوماندان ولاړ دي. هلته په پولېنګ سټېشنونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه شته خو زياتره کسانو د حکومت له خوا د موبايل او انټرنېت خدماتو بندېدو ګام باندې نيوکې کړې دي.

په دې اړه تفصیل په ویډیويي رپورټ کې وګورئ.

په کراچۍ کې خلک خپلې رايې کاروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:46 0:00

۱۴:۵۴ ۸.۲.۲۰۲۴

د کورمې انتظامي مشر په پاړه چینار کې پولېنګ سټېشنونونه لیدلي دي

د خیبر پښتونخوا د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید په پاړه چینار کې د رایې اچونې مرکزونو ته تللی دی.

د کورمې انتظامیې دفتر پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې نوموړي له انتخاباتي عملې سره لیدلي او د امنیتي اقداماتو جاج یې اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کورمې په بېلابېلو برخو کې په وروستیو کې واوره ورېدلې چې له کبله یې هلته د انتخاباتو اغېزمنېدو اندېښنې پیدا شوې وې.

خو د کورمې انتظامي چارواکو ویلي ول چې د بندو لارو د خلاصولو انتظام یې کړی دی.

له دې پرته په هغه ضلع کې د تېر کال له مني راهیسې امنیتي حالات خراب دي. په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې دواړه خواوې پر یو بل سپکې او درنې وسلې کاروي. په هغو بریدونو کې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

۱۵:۰۶ ۸.۲.۲۰۲۴

د ټولټاکنو په اړه درېیمه ژوندۍ ویډيويي خپرونه

مشال راډیو د فبرورۍ اتمې انتخاباتو په اړه ځانګړو ژوندۍ خپرونو ته دوام ورکړی دی. په دې لړ کې تاسې راډیويي خپرونې دلته اورېدای شئ او د ورځې درېیمه ویډیويي خپرونه لاندې پر یوټیوب وګورئ.

۱۵:۲۹ ۸.۲.۲۰۲۴

شمالي وزیرستان کې بریدونه او انتخاباتي بهیر

پولیس وايي چې د شمالي وزیرستان د میرامشا په تپي سیمه کې دوه بمي چاودنې او یو راکټي برید شوی دی چې ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د میرامشا پولیسو یوه چارواکي عمر خان مشال راډیو ته وویل چې هلته د یو نوماند انتخاباتي کارکوونکې (پولېنګ اېجنټانې) په ګاډي کې روانې وې چې د سړک تر غاړې بمي چاودنه وشوه خو هېچا ته زیان و نه رسېد.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ څوکۍ نوماند محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې د ده ښځینه انتخاباتي کارکوونکې د رایې اچونې مرکز پر لوري روانې وې پر ګاډي یې بمي چاوده وشوه. دی وايي تر پېښې وروسته یې هغه ښځې کورونو ته ولېږدولې.

دی وايي، دویمه چاودنه په ورېښم جان ښوونځي کې شوې چې پخوا د رایې ورکونې مرکز په توګه نومول شوی وو خو چارواکو وورسته بدل کړی وو نو ځکه پکې هېڅ زیان نه دی اوښتی.

عمر خان زیاتوي چې په تپي کې وسلوالو یو راکټ توغولی چې په غره لګېدلی دی او پکې ځاني او مالي زیان نه دی شوی.

په تپي سیمه کې د انتخاباتي هلو ځلو له پیلېدو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده.

د جنوري پر ۱۰مه، د میرامشا په تپي سیمه کې وسلوالو يو ځايي مشر او د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره د شمالي وزيرستان د پي کې ۱۰۴مې حلقې څوکۍ ته خپلواک احتمالي نوماند ملک کلیم الله له دوو نورو ملګرو سره يو ځای په هدفي برید کې وژلی وو.

تر دې مخکې د جنورۍ پر درېیمه په تپي کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) د مشر محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

په شمالي وزیرستان کې د وروستیو ټولو بريدونه ذمه واري لا چا نه ده منلې.

انتخاباتي بهیر څنګه روان دی؟

په شمالي وزیرستان کې ملي جمهوري غورځنګ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ځینې نور ګوندونه او سیاستوالانو تور پورې کړی دی چې په تپي سیمه کې وسلوال وروتلي دي او په پولېنګ سټېشنونو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) له ووټرانو پرته نور هېڅوک رایې کارونې ته نه پرېږدي.

جمعیت علمای اسلام (ف) لا د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر روښانزېب دا دعوه ناسمه بللې ده او وايي چې ټول پولېنګ سټېشنونه د پولیسو تر ولکې لاندې دي، امنیت یې سم دی او د رایې اچونې بهیر سم روان دی.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي چې د هغې ضلعې په نورو ټولو برخو کې د ووټ اچونې عمل بې له ځنډه دوام لري.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG