د بلوچستان چارواکو دعوه کړې ده چې "ځینې وسلوالې ډلې" په صوبه کې د "ترهګرۍ" لپاره "بېګناه" خلک او په ځانګړي ډول "ښځې او ماشومان" کاروي.
د اعلاوزیر ویاند بابر یوسفزي او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) مرستیال مشر اعتزاز ګورایا د مارچ پر ۲۲مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، د فبرورۍ پر ۱۷مه یې د ښار له سیټلایټ ټاونه د ماهل بلوڅې په نوم یوه ښځه نیولې وه چې ورڅخه یې په ځانمرګي برید کې کارېدونکی واسکټ هم ترلاسه کړی وو.
یوسفزي وویل، اوس هغې ښځې له بېلتونپاله وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) سره د کار کولو اقرار کړی دی.
دی البته وايي چې هغه وسلوالې ډلې د "خپلو ناوړه" کارونو لپاره خلک "غولوي" او که څوک انکار وکړي نو ګواښونه ورته کوي. "ماهل بلوڅې ته یې دړکه ورکړې وه چې ستا دوو بچیو ته به نقصان ورسوو او هغسې کار به ورسره وشي لکه ستا لپاره مېړه سره چې شوی وو. همدا لامل وو چې ماهل بلوڅه" له هغې ډلې سره "یوځای شوه."
د سي ټي ډي مرستیال مشر اعتزاز ګورایا خبري غونډې ته وویل چې د ۲۷کلنې ماهل بلوڅې مېړه بیبرګ بلوڅ له یوې "ناقانونه ډلې" سره "تړاو" لاره چې وروسته بیا په یوه "پېښه کې وژل شوی" وو.
دواړو چارواکو خبریالانو ته یوه ویډیو وښوده چې پکې ماهل بلوڅه ښکاري چې وايي مېړه یې له "بي اېل اېف" سره کار کاوه او هم هغې ډلې یې د "کورنۍ لګښتونه پوره" کول.
نوموړې په ویډیو کې وايي چې "پولیسو ورباندې هېڅ تشدد نه دی کړی." هغې په خپلو خبرو کې د "خپګان" څرګندونه کړې چې "بي اېل اېف" ورسره تر ګرفتارۍ وروسته "لا تعلقي" ښوولې.
د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې چارواکي وویل، ماهل بلوڅه د هغې یوه "نېږدې خپلوان یوسف بلوڅ د ریاست ضد پارولې" او "غولولې" وه او د ځانمرګي برید واسکټ ورته د "شربت ګل په نوم یو کس" وروړی وو.
بي اېل اېف د بلوچستان د حکومت د دوو چارواکو تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیان کې ویلي ول چې ماهل بلوڅه ورسره هېڅ تړاو نه لري.
د بلوڅې کورنۍ هم تر ګرفتارۍ وروسته ویلي ول چې هغه له هېڅ وسلوالې ډلې سره ملګرې نه وه.
د ماهل بلوڅې کورنۍ بي بي سي اردو ته ویلي ول چې د هغې له کوره د ځانمرګي برید واسکټ موندل کېدو په اړه د پولیسو دعوه ناسمه ده.
اخوا د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره مبارزه کوونکی سازمان (وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز) دعوه کوي چې پولیسو د ماهل بلوڅې ویډیويي بیان د "ټوپک تر سیوري لاندې" اخیستی دی.
د هغه سازمان مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ د مارچ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، پولیسو د "تشد په خونه (ټارچرسېل)" کې "په زور" له بلوڅې څخه بیان ترلاسه کړی دی.
له نوموړي پرته د بشري حقونو نور بلوڅ فعالان هم وايي چې پر ماهل بلوڅې "بې بنیاد مقدمه" دایره شوې ده.
خو یوسفزي او ګورایا په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې پر ماهل بلوڅې یې تشدد نه دی کړی او دا چې د ویډیويي بیان خپرولو موخه دا ده چې "خلکو، او په ځانګړي ډول ښځو ته پیغام ورکړي چې څنګه غولول کېدای شي."
د فبرورۍ پر ۱۷مه د ماهل بلوڅې ګرفتارۍ او پر هم هغه ورځ یې پرضد د "ترهګرۍ مقدمې" دایرېدو په بلوچستان او کراچۍ کې پراخې مظاهرې پارولې وې.
تر دې وروسته د فبرورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې په مشرۍ هم په کوټه کې د ماهل بلوڅې د نیولو پر ضد د نه خوړلو یو ورځنی علامتي احتجاج شوی وو.
د بشري حقونو او بلوڅانو د حقونو سازمانونه د خلکو د ورکولو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي خو پوځ او حکومت تل دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پروسږ کال د سېپټېمبر پر نهمه نېټه هوډ ښوولی وو چې د ورکو کسانو د خوشې کولو او د هغوی د قضیو څېړلو ټولې ممکنې هڅې کوي.
د بلوڅانو د حقوقو لپاره کارکونکي ادارې او فعالان دعوه کوي چې ریاستي ادارې یې اوس ښځینه غړې ورکوي او بیا پرې "جعلې مقدمې" درجوي.
خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو په وار وار د جعلي مقدمو جوړولو تورونه رد کړي او وايي چې حکومت یې د هغو خلګو پرضد له قانون سره سم اقدامات کوي چې قانون ماتوي.