د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماه رنګ بلوڅه وايي حکومت ګوادر کې د بلوڅانو د لویې جرګې د مخنيوي هڅه کوي


ماهرنګ بلوڅه خبري غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور
ماهرنګ بلوڅه خبري غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور

د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتۍ کمېټۍ ویلي چې حکومت یې د ولسي غونډې د مخنیوي لپاره بېلا بېلې هڅې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې بلوڅ یکجهتي کمېټۍ د جولای پر ۲۸مه په ګوادر کې د بلوڅانو د بنیادي حقونو په اړه د بحث لپاره د "بلوچ راجي مچي" په نوم د ټولو بلوڅ قبېلو یوه لویه جرګه او جلسه اعلان کړې ده.

د کمېټۍ مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅې د جولای پر ۲۴مه په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې حکومت د ګوادر د قامي غونډې د ناکامولو هڅې کوي او ملېشه ځواک په خضدار کې د کمېټۍ ۲۰ ښځینه فعالانې په "غیرقانوني توګه" نیولې وې چې وروسته یې د ولسي فشار له وجې خوشې کړې.

بلوڅې ادعا وکړه چې امنیتي ځواکونو یې له ځینو ملګرو څخه موبایل ټېلېفونونه اخیستي او استخباراتي چارواکي خلک وېروي چې په جلسه کې ګډون و نه کړي.

هغې وویل چې په کراچۍ او کوټه کې یې د فعالانو پر کورونو د چاپو لړۍ روانه ده، او یوشمېر نیول شوي هم دي. هغې پر بلوڅانو په جلسه کې د ګډون او ددغې لپاره د مالي مرستو غږ هم وکړ.

د بلوچستان حکومت لا د ماه رنګ بلوڅې د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. خو په بلوچستان اسمبلۍ کې ځينو حکومتي ښځینه استازو، چې مشري یې د صوبايي اسمبلۍ مرستيالې سپېکرې غزالې ګول کوله، د جولای پر ۲۴مه په خبري غونډه کې وويل چي که بلوڅ یکجهتي کمېټي جلسه د ګوادر پر ځای په کوم بل ښار کې وکړي نو حکومت به ورسره مرسته کوي.

هغوی ادعا کړې چې هغه ولسي غونډه په ګوادر کې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ د پروژو روانې هلې ځلې او د ملک اقتصاد اغېزمنولای شي.

خو ماه رنګ بلوڅه وايي چې غونډه به په ګوادر کې کوي. هغې پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي، "حکومت ګوادر په يو زندن بدل کړی خو بلوڅان به د خپلو وسایلو د استحصال اجازه ور نه کړي."

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG