د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین وايي د ستونزو هواري لپاره د پښتنو ترمینځ د یووالي اړتیا ده


منظور پښتین د نومبر پر ۲۹مه په چمن کې پرلتوالو ته وینا کوي.
منظور پښتین د نومبر پر ۲۹مه په چمن کې پرلتوالو ته وینا کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت پښتانه له بېلابېلو چیلېنجونو او ستونزو سره مخامخ دي چې د هواري لپاره یې د هغوی ترمینځ د یووالي اړتیا ده.

نوموړي د نومبر پر ۲۹مه په چمن کې پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې غورځنګ یې د "پښتنو د ورورګلوۍ ارمان" لري او د دې لپاره د پښتون ولس ترمینځ اعتماد جوړوي. "یوازې د چمن خلک نه دي غصه شوي، زه له سواته تر کوټې پورې کلي په کلي ګرځېدلی یم، ټول پښتانه ډېر تنګ دي او ستړي شوي دي."

پښتین زیاته کړه چې د دې مسلو حل د پښتنو په یووالي کې دی، چې په یوه خوله د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په چمن کې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو پر ضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت روان دی.

پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې د پخوا په څېر خلکو ته پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

پرلتوالو د نومبر له ۲۰مې راهیسې د چمن او سپين بولدک ترمينځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت لپاره تړلې ده.

دا پرلت تر هغې وروسه پیل شو چې د پاکستان حکومت په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به د افغان کډوالو په ګډون ټول بې اسناده بهرني وګړي په زور له هغه هېواده باسي او له هم هغې نېټې څخه به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه وي.

پرلتوال وايي، له دې اقدام سره هغه لسګونه زره کسان بېروزګاره کېږي چې هره ورځ پر پوله د سامانونو وړلو او نورې ورځنۍ مزدورۍ لپاره تګ راتګ کوي.

د چمن د سوداګرو ټولنې مشر صادق اڅکزي د نومبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت ته یې د ډېسېمبر تر دویمې پورې د غوښتنو د منلو لپاره وخت ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې تر هغې وروسته خپل احتجاج د بلوچستان تر نورو سیمو غځوي.

په همدې حال کې د بلوچستان ګورنر عبدالولي کاکړ په چمن کې د پرلتوالو له ځینو استازو او د سیمې له ولسي مشرانو سره لیدلي دي.

د پرلت مشر غوث الله د نومبر پر ۲۹مه تر ملاقات وروسته مشال راډیو ته وویل چې والي ورڅخه پینځه ورځې وخت غوښتی چې له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د پرلتوالو د غوښتنې په اړه وغږېږي.

پرلتوالو ته هره ورځ د بېلابېلو ګوندونو او د سوداګرو د اتحاديو مشران ويناوې کوي او د ملاتړ ډاډ ورکوي. له پرلتوالو سره د پوځي او د نګران حکومت چارواکو خبرې کړې خو تراوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د دوو هېوادونو ترمینځ د سفر او سوداګرۍ لپاره د ویزو درلودل ضروري دي. خو پر پاتې مسايلو به مذاکرات کوي.

پر دې برسېره د جنوبي وزيرستان په انګور اډه کې هم ځايي خلکو د پاسپورټ او ويزې شرط لازمې کېدو پرضد پرلت ته دوام ورکړی چې د نومبر پر ۳۰مه یې ۱۸مه ورځ ده. پرلتوالو هلته له تېرو ۱۳ ورځو راهيسې له افغانستان سره هغه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

XS
SM
MD
LG