چارواکي وایي، وسلوالو د خیبر ضلعې په تیرا کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی دی چې پکې درې سرتېري وژل شوي دي.
د امنیتي ځواکونو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د سېپټېمبر پر ۲۹مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د سېپټېمبر پر ۲۸مه شپې ناوخته د پوځ او اېف سي پر ګډه پوسته برید وکړ چې پکې ۱۰ سرتېري ژوبل شوي هم دي.
هغه وویل چې په برید کې دوه سرتېري ورک دي او د پوځ ګاډي هم سوځول شوي دي.
د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې امنیتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې په تیرا کې د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
له تېرو دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او یوشمېر جنوبي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو احتجاجي ناستې، لاریونونه او جرګې کړې دي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ بیا بیا ټینګار کوي چې امنیت ته ژمن دي او سرتېري د وسلوالو خلاف په عملیاتو کې قربانۍ ورکوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.