د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په خیبر کې د دولتي ښوونځي استاد وژلی دی


د خیبر په باړه کې د پاکستان پوځ سرتېري له یوې امنیتي پوستې څخه تېرېږي - پخوانی انځور.
د خیبر په باړه کې د پاکستان پوځ سرتېري له یوې امنیتي پوستې څخه تېرېږي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، وسلوالو د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د یو دولتي ښوونځي استاد وژلی دی.

د ضلعي پولیسو ویاند ظهیر خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د ډېسېمبر پینځمې پر سهار پر داسې وخت پر روح الامین کوکیخېل ډزې وکړې چې هغه په بر قمبرخېلو کې خپل ښوونځي ته ننوته.

د کوکیخېل کورنۍ مشال راډیو ته ویلي دي چې له هېچا سره دښمني نه لري او چارواکي دې یې قاتلان ژر تر ژره ونیسي.

تر پېښې سمدستي وروسته د سکول زده کوونکو او ځايي وګړو د باړې بازار په مدرسه څلورلاره (چوک) کې مظاهره وکړه او د پولیسو او امنیتي ادارو پرضد یې نعرې ووهلې.

پولیس وايي، وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي خو زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

د سرکاري ښوونځي پر استاد د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د خیبر په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ناامني زیاته شوې ده خو حکومت وايي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG