د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو د افغانستان په دایکنډي کې ۱۴ تنه وژلي دي


د دایکنډي د مرکز نیلي د زړې برخې په بازار کې خلک ګرځي - پخوانی انځور.
د دایکنډي د مرکز نیلي د زړې برخې په بازار کې خلک ګرځي - پخوانی انځور.

د افغانستان په هزاره مېشته ولایت دایکنډي کې وسلوالو په یو برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژلي دي.

د فرانسې خبري اژانس وایي چې وسلوالو د سېپټېمبر پر ۱۲مه د دایکندي او غور ترمینځ پر سړک د هغه ولایت د اوسېدونکو پر موټر ډزې وکړې.

د سیمې یو اوسېدونکي، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې هغه کسان د غور ولایت مرکز فېروزکوه ته پر لاره ول چې هلته د عراق له کربلا څخه ورغلیو زایرینو ته هرکلی ووايي، خو پټو ناستو وسلوالو ورباندې برید وکړ. "د دوی خپلوان او قومونه کربلا ته تللي ول او له هغه ځایه فېروزکوه ته ستانه شوي ول. دا خلک د دوی لیدو ته روان ول، څلورو کسانو ورته کمین نیولی وو، پر دوی یې ډزې وکړې، ۱۴ تنه وژل شوي، چې ټول ځوان هلکان دي او پینځه تنه نور ټپیان دي."

د ده په وینا، ټول قربانیان د قریودال کلي اوسېدونکي دي.

هر کال ګڼ هزاره شیعه ګان د زیارت او دیني مراسمو لپاره له افغانستانه عراق ته ځي.

د افغانستان په مرکزي ولایت دایکنډي کې د طالبانو د حکومت چارواکو لا د پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتوري چارو رییس مولوي عبدالحی زعیم پېښه تاییدوي، البته زیاتوي چې ډزې د هغه ولایت په خاوره کې نه دي شوي.

د دایکنډي د ولایتي شورا پخواني غړي هادي رحیمي‌ زاده له مشال راډیو سره په خبرو کې هغه پېښه خورا بوږنوونکې وبلله او زیاته یې کړه، " له بده‌ مرغه تر دې وړاندې هم دا ډول وحشتناکې پېښې شوې دي."

د برید مسوولیت د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلی دی.

طالبان له تېرو څه باندې درو کلونو راهیسې پر افغانستان واکمن دي او په هېواد کې د امنیت او د داعش ډلې د ختمولو دعوې کوي، خو هغه ډله وخت په وخت په حملو کې هزاره ګان په نخښه کوي.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۱مه د کابل په دشت برچي کې چاودنې یو تن وژلی او بل یې ژوبل کړی وو. دشت برچي هم هغه سیمه ده چې زیاتره پکې هزاره توکمه شیعه ګان اوسي. د هغه برید ذمه واري هم د داعش خراسان څانګې منلې وه.

د سېپټېمبر پر دویمه د کابل ښار په شپږمه حوزه کې په ځانمرګي برید کې شپږ کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ګڼ شیعه ګان اوسي چې زیاتره یې هزاره ګان دي. د شیعه وګړو ډېری وګړي په کابل، هرات، بامیان، دایکنډي، او مزار شریف ولایتونو کې مېشت دي.

د داعش خراسان څانګې له ۲۰۱۵ز کال راهیسې په کابل، مزار شریف، بامیان او دایکنډي کې پر هزاره ګانو حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG