د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرپل کې ټرافيکي پېښې ۲۴ کسان وژلي دي


د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې وخت ټرافيکي پېښې کېږي ــ پخوانی انځور
د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې وخت ټرافيکي پېښې کېږي ــ پخوانی انځور

د افغانستان د سرپل ولايت په صیاد ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي دي.

په سرپل کې د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند دین محمد نظري رسنیو ته ویلي، دا پېښه د جون پر اوومه ماسپښين دوه بجې د یوه بس د چپه کېدو له کبله شوې ده.

د ده په خبره، په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه د پېښې لامل روښانه نه‌ دی، خو په افغانستان کې دا ډول خونړۍ ټرافیکي پېښې د لارو د خرابوالي او د ډرېورانو د بې احتیاطۍ له کبله کېږي.

تر دې مخکې، د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د افغانستان په شمال کې د سالنګ په سرنګ کې د تېلو یوه ټانکر د اوښتو په پېښه کې اور ولګېد چې پکې ۳۱ کسان ووژل شول. د طالبانو حکومت هغه مهال ویلي ول چې په سرنګ کې لږترلږه ۳۰ نور ګاډي هم سوځېدلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG