د نیو زیلینډ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره کرکټ د لوبلړۍ په څلورمه سیالۍ کې پاکستان ته د ۲۲۱ منډو هدف ورکړی دی.
د مارچ پر ۲۳مه د ماونټ ماونګانويي په لوبغالي کې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.
د کوربه نیو زیلینډ بیټرانو چټکه توپوهنه (بیټېنګ) وکړه د پینځم اوور په پیل کې یې چې لومړی بیټر وسوځېد نو مجموعي منډې یې تر ۵۹ رسولې وې. د ټېم سایفرټ تر سوځېدو وروسته فېن ایلن او مارک چیمپمن ښه توپوهنه وکړه او ټولې منډې یې تر ۱۰۸ ورسولې. البته تر هغې وروسته د نیو زیلینډ درې بیټران نسبتاً ژر وسوځېدل.
نیو زیلینډ په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۰ منډې وکړې. ایلن ۵۰، مایکل برېسوېل ۴۶، سایفرټ ۴۴ او ډیرېل مېچل ۲۹ منډې وکړې.
د پاکستان حارث رووف درې، ابرار احمد دوه او عباس اپرېدي یوه وېکټه واخیسته.
نیو زیلینډ تر اوسه د پینځو سیالیو په لوبلړۍ کې دوه او پاکستانه یوه لوبه ګټلې ده. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د مارچ پر ۲۶مه په وروستۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.
تر هغې وروسته به د پاکستان او نیو زیلینډ ترمینځ د درو یو ورځنیو یا ۵۰ اووره سیالیو لوبلړۍ پیلېږي.