د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان استادانو د انتخاباتو پر مهال ورسره د ناوړه چلند ضد مظاهره کړې ده


د فبرورۍ پر ۲۲مه استادانو د میرامشا پریس کلب مخې ته احتجاج وکړ.
د فبرورۍ پر ۲۲مه استادانو د میرامشا پریس کلب مخې ته احتجاج وکړ.

د شمالي وزیرستان استادانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د انتخاباتو پر مهال دې ورسره د شوي زیاتي ازاله دې وکړي.

استادانو د فبرورۍ پر ۲۲مه په میرامشا کې د خبریالانو د مرکز مخې ته په مظاهره کې وویل چې حکومت او پوځ د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو پر مهال ورته هېڅ اسانتیا نه وه ورکړې.

دوی دا هم وویل چې د دندې ترسره کولو پر مهال ورڅخه په زور د ووټ پرچې او بکسونه اخیستل شوي ول او بې احترامي یې شوې ده.

د شمالي وزیرستان د سرکاري سکولونو د ښوونکو د اتحادیې مشر عزیز خان احتجاج ته وویل، ورسره د شوي ظلم تپوس دې وشي.

هغه وویل، استادان به تر دې وروسته د پولیو د واکسیني کیمپېن او د انتخاباتو دندې نه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر اتمه ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ځینې نورو ګوندونو او سیاستوالانو تور پورې کړی وو چې د شمالي وزیرستان په تپي سیمه کې وسلوالو په پولېنګ سټېشنونو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) له ووټرانو پرته نور هېڅوک رایې کارونې ته نه پرېښوول.

جمعیت علمای اسلام (ف) د دې تور په غبرګون کې څه نه ول ویلي خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر روښانزېب دا دعوه ناسمه بللې وه او مشال راډیو ته یې ویلي چې ټول پولېنګ سټېشنونه د پولیسو تر ولکې لاندې ول، امنیت یې سم وو او د رایې اچونې بهیر پکې عادي روان وو.

له دې پرته ملي جمهوري غورځنګ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ازادو نوماندانو دا دعوه هم کړې وه چې د قامي اسمبلۍ د یوې او د صوبايي اسمبلیو د دوو څوکیو نتیجې

په شمالي وزیرستان کې د انتخاباتي کمېشن څانګې لا د ښوونکو او د هغو ګوندونو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي خو هلته یې د قامي او صوبايي اسمبلیو د حلقو غیر حتمي نتیجو تر اعلانولو وروسته د قامي اسمبلۍ د څوکۍ د بریالي نوماند په اړه فرمان د فبرورۍ تر ۲۶مې ځنډولی دی.

اخوا د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې د فبرورۍ پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي دي چې د استادانو شکایتونه یې اورېدلي او ورته به د داسې دندو پر مهال مکمل تحفظ ورکوي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې د ښوونځیو استادان د ګوزڼ واکسیني کیمپېنونو پر مهال کور په کور ګرځي او داراز، په انتخاباتو کې هم د ووټ اچونې په مرکزونو کې دنده ترسره کوي. حکومت د دې په بدل کې استادانو ته اضافي پیسې ورکوي.

XS
SM
MD
LG