د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي پر چمن پوله د طالبانو حکومتي سرتېري ډزو کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي دي


په سپین بولدک کې ګڼ مساپر پاکستان ته د اوښتو په انتظار په قطار کې ولاړ دي - پخوانی انځور.
په سپین بولدک کې ګڼ مساپر پاکستان ته د اوښتو په انتظار په قطار کې ولاړ دي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د طالبانو حکومتي سرتېرو پر چمن پوله په ډزو کې د پاکستان لوري ته دوه ولسي وګړي وژلي او یو یې ژوبل کړی دی.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر څلورمه په بیان کې وویل چې د طالبانو یو حکومتي سرتېري د چارشنبې (شورو) پر مازیګر د "دوستۍ له وره" سره نېږدې "له پاکستانه افغانستان ته پر اوښتونکو پلي یا پیاده کسانو بې له پارونې، ناتاره ډزې وکړې" چې مرګژوبله یې واوړوله.

پوځ په بیان کې دا نه دي ویلي چې طالب سرتېري ولې ډزې پیل کړې خو زیاتوي چې پاکستانیو سرتېرو له ډزو ډډه وکړه او دا ډول پېښې د دواړو خواوو تعلقات زیانموي.

د چمن د انتظامي مشر دفتر په بیان کې ویلي دي چې په ډزو کې یو ۱۲ کلن هلک او یو ۷۰ کلن سړی وژل شوي دي.

بیان زیاتوي چې تر پېښې وروسته د چمن او سپین بولدک ترمینځ لاره تر څه وخت پورې د پیاده تلونکو پر مخ تړل شوې وه چې وروسته بیا پرانیستل شوه.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پاکستان د پوځ او د چمن انتظامیې د دعوو تصدیق نه شي کولای.

دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې د سېپټېمبر پر شپږمه د تورخم لاره د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ تر ډزو وروسته وتړل شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه سهار مهال پرانیستل شوه.

د پاکستان او افغانستان سوداګرو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د لارې تړل کېدو له کبله ورته مالي زیانونه اوښتي ول.

په تورخم او چمن کې تر دې مخکې هم د دواړو خواوو د سرتېرو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې شوې دي چې له کبله یې د خلکو تګ راتګ او دوه اړخیزه سوداګري له ځنډ سره مخامخ شوې وه.

د اګست پر پینځمه د پاکستان اېف سي ځواک او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تر څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه. په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو پر سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې وه.

د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۱۵مه د پاکستانیو او د طالب سرحد ساتونکو ترمینځ پر چمن پوله په ډ‌زو کې یو کس ووژل شو او ۱۵ نور ژوبل شول. په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل ول.

تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۱مه هم د چمن او سپین بولدک ترمینځ په نښته کې نهه کسان وژل شوي او ۳۱ ژوبل شوي ول. په هغه پېښه کې د پولې هغه غاړې ته یو کس وژل شوی وو او یوشمېر نور ټپي شوي ول.

د دې پېښو له کبله د چمن او سپین بولدک ترمینځ تګ راتګ ځنډېدلی وو چې وروسته د دواړو لوریو د چارواکو د مذاکراتو په نتیجه کې بحال شو.

XS
SM
MD
LG