د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د جلا وطنه افغان خبریالانو د ستونزو حل لپاره هوکړه لاسلیک شوې


پاکستان کې یوشمېر افغان خبريالان او کډوال درېيم هېواد ته د تګ په موخه هلته مېشت دي - پخوانی انځور.
پاکستان کې یوشمېر افغان خبريالان او کډوال درېيم هېواد ته د تګ په موخه هلته مېشت دي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې یوشمېر جلا وطنه افغان خبریالانو د خپلو ستونزو د حل لپاره د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نوی ګام ستایلی او هیله لري چې عملي پایله ولري.

په پاکستان کې لسګونه افغان خبریالان وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې بېلابېلې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ګالي او د نوې هوکړې عملي کېدو ته په تمه دي.

هغه خبریالان وایي چې بېکاري، د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې مشکلات او ګران بیه تمدید یې او په درېیمو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د قضیو بې برخلیکه پاتې کېدل یې ډېر ځوروي.

هغه هوکړه د جون پر ۱۳مه د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې او په پاکستان کې د پاک-افغان خبریالانو د نړیوالې ټولنې ترمینځ لاسلیک شوه.

په پاکستان کې جلا وطنه افغان خبریال هدایت الله احدي د جون پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې هیله من دی چې هوکړه به یې مسلې حل کړي. "اوس هم که دا بنسټونه لاس په کار کېږي او د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره ګام پورته کوي، لا هم وخت دی او دا کار یې د ستایلو وړ دی. هیله ده د دغو ادارو چې تفاهملیک یې لاسلیک کړی هدف د خبریالانو ستونزو ته رسېدګي وي، نه دا چې د خبریالانو په نوم پروژې واخلي او پیسې راټولې کړي."

د جلا وطنه افغان خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او پاک- افغان خبریالانو ټولنې نوې هوکړه ۱۱ مادې لري چې پکې راغلي چې په پاکستان او ایران کې به د جلا وطنه خبریالانو د مالي ملاتړ، هغوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو او له نړیوالو بنسټونو څخه ورته د عدالت غوښتنې لپاره ګډې هڅې کوي.

د هغو خبریالانو کاري ظرفیت لوړول او د ناروغۍ په وخت کې یې لاسنیوی او پوښتنه بله ژمنه ده چې په هوکړه کې شوې ده.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ بهیر هم تېز شو.

له هغو څخه یې ځینې خبریالان او د بشري حقونو فعالان دي چې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په موخه په پاکستان کې شپې ورځې تېروي.

په پاکستان کې مېشتو افغانانو په تېرو میاشتو کې بهرنیو هېوادونو ته د تګ بهیر چټکولو لپاره مظاهرې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG