د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرنایي کې ګوندونو د سکرو پر لارۍ د حملې پرضد احتجاج کړی دی


په بلوچستان کې د ۲۰۲۳ز کال په جون کې وسلوالو په سکرو بار لارۍ سوځولې وې.
په بلوچستان کې د ۲۰۲۳ز کال په جون کې وسلوالو په سکرو بار لارۍ سوځولې وې.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنایي کې ګوندونو د سکرو پر لاریو د برید پر ضد احتجاج کړی دی او له حکومته یې د امنیت غوښتنه کړې ده.

سیاسي مشرانو د جولای پر ۲۳مه په احتجاج کې حکومت ملامته کړ چې سيمې د خلکو، په تېره د سکرو د کاروباريانو او د هغوی د لاريو، په امنيت ساتنه کې پاتې راغلی دی.

د عوامي نیشنل ګوند ضلعې مشر غني ترين پوښتنه وکړه چې وسلوال څنګه د امنيتي پوستو په موجودګۍ کې پر لويو لارو ګاډي او خلک په نخښه کولای شي؟ "زه او ته په دا بازار کې په جېب کې چاقو نه شو ګرځولای. پوښتنه دا ده چې پر قومي شاهراه ترهګر له کومه راغلل او څنګه يې دا واقعه وکړه؟ دا خلک (امنيتي ځواکونه) چې زموږ د ځان او مال تحفظ نه شي کولی، يو حق هم نه لري چې دلته کښېني."

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو د جولای پر ۲۲مه شپې مهال د هرنايي په غرنۍ سيمه تورخم کې پنجاب ته پر لاره د سکرو پر دوو لاريو ډزې وکړې. په هغه حمله کې دوه ډرېوران ټپي شوي ول او ذمه واري یې لا چا نه ده منلې.

بل پلو د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند د جولای پر ۲۳مه مشال راډيو ته ويلي چې د هرنايي له انتظاميې يې د پېښې رپورټ غوښتی دی او ورته يې کلکه سپارښتنه کړې چې د سکرو د لاريو ساتنه وکړي.

البته تر دې مخکې هم د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې د سکرو پر لاریو حملې شوې دي چې د زیاترو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبریشن ارمي (بي اېل اې) منلې ده.

په جون کې په دوکۍ کې وسلوالو په حمله کې د سکرو یا کویلې کان دوه مزدوران وژلي او یو یې ټپي کړی وو.

تر دې مخکې په مې کې د بلوچستان زیارت ضلعې په سنځاوۍ کې وسلوالو د سکرو پر لاريو بريد وکړ چې پکې یو ډرېور ووژل او بل ژوبل شو. وسلوالو تر حملې وروسته پینځه لارۍ سوځولې هم وې. د هغې حملې ذمه واري بې اېل اې منلې وه.

په بلوچستان کې د سکرو د کانونو مالکان وايي چې د بي اېل اې وسلوال ورڅخه په زور باج ( قلنګ) اخلي او که ور یې نه کړي نوو مالي او ځاني زیانونه ورته رسوي.

د سکرو کاروباریان دا هم وايي چې اېف سي ځواک هره میاشت ورڅخه د امنیت ساتنې په نامه په لکونو روپۍ اخلي خو امنیت یې نه ساتي.

خو حکومتي ویاند شاهد رند وایي چې اېف سي ځواک د کانونو د مالکانو په رضامندۍ او د قانوني تړون له مخې د کانونو او لاریو د امنیت په موخه د اضافي امنیتي اقداماتو پیسې اخلي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG