د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې ملتپاله ګوندونو د چمن پرلت په ملاتړ مظاهره کړې


په کوټه کې ملتپاله ګوندونو د چمن پرلت په ملاتړ په وار وار احتجاجونه او لاريونونه شوي دي ـ انځور له ارشيفه
په کوټه کې ملتپاله ګوندونو د چمن پرلت په ملاتړ په وار وار احتجاجونه او لاريونونه شوي دي ـ انځور له ارشيفه

د بلوچستان پښتون ملتپاله ګوندونو په کوټه کې د چمن پرلتوالو په ملاتړ لاريون اواحتجاجي مظاهره کړې ده.

د جون پر ۱۲مه د عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ او د ملي جمهوري غورځنګ پلويانو د لاريون پر مهال د ښار له بېلا بېلو سیمو څخه تر تېرېدو وروسته د کوټې په باچا خان څلور لاره کې مظاهره وکړه.

احتجاج کوونکو ته د ملتپاله ګوندونو صوبايي مشرانو په خپلو ويناګانو کې وويل چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې له افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه مېشتو ولسونو ازاد تګ راتګ او تجارت کاوه، خو په ۲۰۲۳ز کال کې د پاکستان حکومت د پاسپورټ او ویزې شرط په لازمي کولو نه یوازې د دواړو غاړو د ولسونو ترمينځ تګ راتګ ستونزمن کړی بلکې د دوه اړخیزه تجارت په لاره کې هم خنډونه اچولي دي.

احتجاجیانو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د هغې ستونزې د هواري لپاره "د منلو وړ" حل پیدا کړي.

تر دې وړاندې، د جون پر اوومه هم پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نيشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، پاکستان تحريک انصاف، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د چمن پرلتوالو د غوښتنو په ملاتړ کې په کوټه او هرنايي کې لاريونونه او مظاهرې کړې وې او له حکومته یې د پرلتوالو د غوښتنو منلو مطالبه کړې وه، خو د پاکستان حکومت ويلي چې د پاسپورټ او ویزې شرط نه ختموي.

د چمن پرلت کله او ولې پیل شوی وو؟

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبرپه پیل کې د پاکستان حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.

د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوال وايي چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

خو د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت په بیا بیا ویلي ول چې د قانوني سفري اسنادو له شرطه نه په شا کېږي او دا چې دا کار د ملي امنیت په ګټه دی.

د حکومت او پرلتوالو مذاکرات

د حکومت او پرلتوالو ترمینځ په وار وار مذاکرات شوي دي خو هر ځل بې نتيجې پای ته رسېدلي دي.

په دې لړ کې وروستی هڅه د مې پر ۱۳مه وشوه او د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو او د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي له پرلتوالو سره خبرې وکړې.

اڅکزي هغه مهال ويلي ول چې د احتجاجیانو وړانديزونه به د صوبې اعلا وزير ته رسوي. نوموړي د مې پر ۱۳مه د امريکا غږ ډيوه راډيو ته ويلي ول چې دا مسله په داسې طریقه هوارول غواړي چې ریاست او پرلتوال دواړه تاوان و نه کړي.

د هغه وینا وه چې سرحدي چارې له وفاقي حکومت سره تړلې دي خو دوی هڅه کوي چې له اړوندو چارواکو سره په دې تړاو خبرې وکړي او داسې حل یې ولټوی چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.

خو د چمن پرلتوالو مشران وايي چې تر هغو چې حکومت د ځايي خلکو لپاره له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط نه وي ختم کړی، احتجاج ته دوام ورکوي.

د پرلتوالو خلاف عمليات او د هغوی ګرفتاري

د پرلتوالو په وینا، د مې پر څلورمه د اېف سي ځواک سرتېرو په چمن کې د هغوی پر احتجاجي کيمپ بريد وکړ او په ډزو کې يې دوه پرلتوال ووژل او تر ۱۰ زيات يې ژوبل کړل.

هغه مهال د سرحدي ځواک (اېف سي) وياند مشال راډيو ته ويلي ول چې دا تور یې پرضد دسيسه ده او ادعا يې کړې وه چې پرلتوالو خپله ډزې کړې دي خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه وو وړاندې کړی.

پرلتوالو له هغې ورځې راهیسې د چمن او کوټې ترمینځ لویه لاره تړلې وه او په چمن کې یې د پاسپورټ دفتر، د خبريالانو مرکز او د نيشنل بینک وداني د احتجاج په توګه تړلې ول. هغوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د ډزو کوونکو سرتېرو پرضد مقدمه درج کړي.

تر هغې وروسته، د چمن چارواکو ويلي ول چې د جون پر څلورمه شپې مهال د ملېشه ځواک سرتېرو په عملیاتو کې د چمن پرلتوالو له خوا د چمن او کوټې ترمینځ تړلې لاره خلاصه کړه.

چارواکو زياته کړې وه چې ملېشه ځواک د لارې خلاصولو پر مهال اوښکي بهوونکی ګيس استعمال کړ او ځينې احتجاج کوونکي يې هم ونيول.

پرلتوال وايي چې د چمن مرستيال کمېشنر راجا اطهر عباس پر همهغه شپه د پرلت اووه مشران د خبرو لپاره خپل دفتر ته ورغوښتي ول چې وروسته یې ونیول او نامعلوم ځای ته يې يووړل.

خو عباس ادعا کړې وه چې د خبرو پر مهال د پرلت ځینو غړو ورباندې بريد وکړ خو د نوموړي په خبره، هغه ته څه ډول زيان نه وو اوښتی. البته هغه د دې دعوې د تصديق لپاره ثبوت وړاندې نه کړ.

وروسته پرلتوالو په چمن کې د پرلت د مشر غوث الله او وياند صادق اڅکزي په ګډون د پرلت کمېټۍ د نيول شويو مشرانو د خوشې کولو لپاره احتجاج پيل کړ.

د چمن پرلت کمېټې يو مشر ولسيار خان مشال راډيو ته وویل چې د جون پر شپږمه او اوومه د چمن سرحدي ځواک سرتېرو پر احتجاجیانو ډزې وکړې چې پکې یې تر ۴۰ زيات پرلتوال ژوبل کړل.

خو د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند ويلي ول چې د تاوتریخوالي په هغو پېښو کې ۱۵ احتجاج کونکي او ۱۷ امنیتي سرتېري، چې پولیس او لیویز په کې شامل دي، ژوبل شوي ول.

د چمن د پرلت لسګونه ژوبل غړي د چمن او کوټې روغتونونه ته ولېږدول. بلخوا امنيتي ځواکونو يوشمېر نور پرلتوال هم ګرفتاره کړل چې لا هم نه دې خوشې شوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG