د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په خاران کې یوه ماشومه ګوزڼ وهلې ده


په کوټه کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په کوټه کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

حکومت وایي، د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه خاران کې یوه ماشومه ګوزڼ وهلې ده چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.

په کوټه کې د پولیو پر وړاندې د بیړنیو چارو مرکز د اګست پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې په شاوخوا دوه کلنه ماشومه کې یې د پولیو وایرس تایید کړی دی.

اخوا د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره د بیړنیو اقداماتو ملي مرکز د اګست پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې تازه پېښو ته په کتو په سېپټېمبر کې د پاکستان په ځینو ضلعو کې واکسیني کیمپېن کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر اوومه د هغې صوبې په پښتون مېشته سیمه کلا عبدالله کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی وو او تر دې درې ورځې مخکې د پنجاب د پولیو مخنیوي پروګرام ادارې په چکوال کې د هغې وایرسي ناروغۍ پېښه ثبت کړې وه. دا په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په پنجاب کې د پولیو لومړۍ پېښه وه.

په خاران کې له تازه پېښې سره په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی چې ۱۲ یې د بلوچستان، دوه یې د سیند او یو د پنجاب اوسېدونکی دی.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

د روغتیا ملي اداره وايي چې تېره میاشت یې د بلوچستان په ۱۶ ضلعو، د سیند د کراچۍ په شرقي ضلعې او ملیر او د پنجاب په راولپېنډۍ، لاهور او ګوجراوالا کې په ناپاکو اوبو کې د پولیو وایرس موندلی وو.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري. دوی زیاتوي چې د دې لپاره اړینه ده چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د کیمپېن پر مهال واکسین شي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG