د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په کلا عبدالله کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی


یوه روغتیايي کارکوونکې په کوټه کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسیني څاڅکې ورکوي - پخوانی انځور.
یوه روغتیايي کارکوونکې په کوټه کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسیني څاڅکې ورکوي - پخوانی انځور.

حکومت وایي، د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کلا عبدالله کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.

په کوټه کې د پولیو پر وړاندې د بیړنیو چارو مرکز د اګست پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې افغانستان ته د څېرمه کلا عبدالله په ۱۱ کلن ماشوم کې یې د ګوزڼ وایرس موندلی دی چې ورسره په هغه ضلع کې سږ کال د ناروغانو شمېر پینځو ته لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر څلورمه د پنجاب د پولیو مخنیوي پروګرام مشر خضر اقبال مشال راډیو ته ویلي ول چې په چکوال کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی. دا په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په پنجاب کې د پولیو لومړۍ پېښه وه.

تر دې دوه ورځې مخکې د پاکستان د عامې روغتیا ملي ادارې (نیشنل انسټېټیوټ اف هېلت یا اېن ای اېچ) د بلوچستان په جل مګسي او کلا عبدالله کې د پولیو دوه نوې پېښې تایید کړې وې.

په کلا عبدالله کې له تازه پېښې سره په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی چې ۱۰ یې د بلوچستان، دوه یې د سیند او یو د پنجاب اوسېدونکی دی.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

د روغتیا ملي اداره وايي چې تېره میاشت یې د بلوچستان په ۱۶ ضلعو، د سیند د کراچۍ په شرقي ضلعې او ملیر او د پنجاب په راولپېنډۍ، لاهور او ګوجراوالا کې په ناپاکو اوبو کې د پولیو وایرس موندلی وو.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري. دوی زیاتوي چې د دې لپاره اړینه ده چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د کیمپېن پر مهال واکسین شي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG