د بلوچستان د حب ضلعې مرستیالې کمېشنرې روحانه ګل کاکړې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د عامه نظم د ګډوډۍ قانون درېیمې مادې (۳ ایم پي او) لاندې د یوې میاشتې لپاره په ګډاني کې زنداني کړی دی.
دا له هغه وروسته ده چې د ډېسېمبر پر پینځمه د حب ځايي عدالت په سیمه کې درج شوې یوې مقدمې کې د علي وزیر ضمانت منظور کړ.
د علي وزیر وکیلې منیزې کاکړې د ډېسمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د ضمانت تر منظورېدو سربېره، علي وزیر د ۳ ایم پي او لاندې بندي شو.
د بلوچستان پولیسو د نومبر پر ۱۶مه علي وزیر په حب کې د ۲۰۲۲زکال په یوې مقدمې کې نیولی وو. له دې مخکې، د روان کال د اګست پر درېیمه، د اسلاماباد پولیسو علي وزیر په درېیو مقدمو کې نیولی وو چې پکې ترهګري، د نشه يي موادو ګرځول، له پولیسو د ټوپک اخیستل او د یو پولیس قمیص شلول شامل وو.
د علي وزیر وکیله، منیزه کاکړ، وايي چې د حب د ډپټي کمېشنرې پرېکړې خلاف به عدالت ته ځي.
علي وزير چې د روان کال د اګست په درېیمه د اسلاماباد پولیسو نیولی وو، تر دې دمه یې په بېلابېلو مقدمو کې د اسلام اباد او پنجاب په مختلفو جېلونو کې بند تېر کړی او د نومبر په ۱۶مه د پنجاب بکر سيمې پوليسو د بلوچستان پوليسو ته وسپاره.
پښتون ژغورنې غورځنګ پر خپلو غړو او پلویانو لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د هغو مقدمو هدف د غورځنګ د فعالیتونو مخه ډب کول دي.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم یو مشر نورالله ترین مشال راډیو ته ویلي چې حکومتي فشار یې د مبارزې مخه نه شي نیولای.
هغه زیاته کړه چې پي ټی اېم به د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې سوله ییزې مبارزې ته ادامه ورکوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ وخت په وخت د خپلو نیول شویو ملګرو د خوشې کولو لپاره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې او احتجاجي لاریونونه هم کړې دي.
علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځلې نیول شوی او بیا خوشې شوی دی. هغه د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۱۴مه د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو نیولی وو او د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشې کړ. تر دې مخکې د پېښور پولیسو د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې وزیر د کراچۍ پولیسو په غوښتنه ونیوه او ورباندې یې د ریاستي ادارو پر ضد د کرکې خپرولو او ویناګانو کولو تور پورې کړ. د پېښور پولیسو وروسته نوموړی د سیند پولیسو ته وسپاره. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو.
وزیر داداز د ۲۰۱۹ کال د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړکمر تر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پینځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.