د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په مشرقي ولایتونو کې د بارانونو وړاندوینه شوې ده


د جولای پر ۱۵مه په ننګرهار کې باران او توپان زیانونه اړولي ول.
د جولای پر ۱۵مه په ننګرهار کې باران او توپان زیانونه اړولي ول.

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د باران وړاندوینه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند د وزارت د هوا پېژندنې ادارې د جولای پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې د جولای پر ۲۱مه په هغو ولایتونو کې له ۱۵ تر ۳۵ ملي میټرو پورې باران کېدای شي چې له وجې یې د سېلاب امکان هم دی.

دا هغه ولایتونه دي چې تېره اوونۍ پکې سېلابونو او توپانونو لسګونه کسان ووژل. د جولای پر ۱۵مه په ننګرهار کې د توپانو او ورښتونو له امله ۴۷ کسان ووژل شو او ۳۵۰ ژوبل شول او لسګونه کورونه ړنګ شول.

په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې بې ساري بارانونه شوي دي. له ولایتونو څخه بغلان تر ټولو زیات ځپل شوی وو چې سېلابونو پکې سلګونه کسان مړه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ورانه کړه او فصلونه یې خراب کړل.

ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو ځپلي‌ خلک چې له وړاندې له لوږې او بېوزلۍ سره مخامخ ول، لا اغېزمن کړي او له زیانمنو سره د مرستو لپاره لا زیاتې بودیجې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG