د لاسرسي ځای

تازه خبر

راپورونه: "ایرانیو سرتېرو" په سیستان - بلوچستان کې "لسګونو افغان کډوالو ته مرګژوبله اړولې" ده

تازه شو

په سیستان - بلوچستان ولایت کې یو ایرانی سرتېری پهره کوي - پخوانی انځور.
په سیستان - بلوچستان ولایت کې یو ایرانی سرتېری پهره کوي - پخوانی انځور.

په تهران کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت یوه سرچینه او د بشري حقونو یو سازمان دعوه کوي چې ایرانیو سرحدي ځواکونو په سیستان - بلوچستان ولایت کې ګڼ افغان کډوال ویشتلي دي.

په افغان سفارت کې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته تایید کړه چې پېښه د افغانستان له پولې سره نېږدې د سیستان - بلوچستان په سراوان سیمه کې شوې ده.

سرچینې وویل چې په دې اړه د معلوماتو غونډولو هڅه کوي او زیاته یې کړه چې د مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

دا تر هغې وروسته ده چې د "حال وش" په نوم د بشري حقونو سازمان او یوې رسنیزې ډلې، چې د سیستان - بلوچستان ولایت چارو په اړه خبرونه خپروي، د اکتوبر پر ۱۵مه شپې ناوخته پر اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې د "دوو افغان کډوالو" او خپلو "سرچینو" په حواله ویلي دي چې د ایرانیو ځواکونو "په ډزو کې" ګڼ افغان کډوال "وژل شوي دي."

هغه سازمان په بیان کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي دي چې د اکتوبر پر ۱۳مه ګڼو افغانانو غوښتل چې ایران ته داخل شي چې ایراني سرتېري ورته "وار له مخه په سراوان کې پټ ناست ول او ورباندې یې مستقیمې ډزې" وکړې.

بیان وايي چې ایرانیو ځواکونو "راکټونه" هم وویشتل چې پکې "لسګونه کډوال ووژل او لسګونه ژوبل شول."

حال وش له بریده د روغ وتلیو افغانانو له خولې ویلي دي چې پر هغه ورځ شاوخوا "۳۰۰" افغان کډوالو ایران ته د داخلېدو هڅه کړې وه چې ورڅخه یې "له ۶۰ تر ۷۰ پورې ژوندي پاتې شوي او نور وژل شوي یا سخت ژوبل دي."

هغه سازمان پر اېکس په بیان کې ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د حال وش د دعوو او ویډیوګانو تصدیق نه شي کولای او ایرانيو چارواکو هم لا د هغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران له یوې مودې راهیسې له هغه هېواده د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان د اکتوبر په پیل کې وویل چې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۲۳۰،۰۰۰ افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. سازمان د اکتوبر پر درېیمه په رپورټ کې زیاته کړې وه چې له هغو څخه یې ۴۳ سلنه افغانان په زور له ایرانه لېږدول شوي دي.

یوشمېر افغانانو په سېپټېمبر کې هېواد ته په ستنېدو اژانس فرانس پرېس ته ویلي ول چې ایراني چارواکي ورباندې تشدد کوي او هغه کسان هم باسي چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

خو ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي ول چې افغانان "په ډېر عزت" هېواد ته لېږدوي. د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قومندان احمد رضا رادان تېره میاشت ویلي ول چې د ۲۰۲۵ز کال د مارچ تر پایه به دوه مېلیونه بې اسناده افغانان له هېواده وباسي.

XS
SM
MD
LG