د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین، هند او نورو هېوادونو استازي د شانګهای سازمان په غونډه کې برخه اخلي


د چین، هند او نورو هېوادونو استازي د شانګهای سازمان په غونډه کې برخه اخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00

د شانګهای همکارۍ سازمان نړیواله غونډه د اکتوبر پر ۱۵مه په اسلام‌اباد کې پیل شوه. په دې غونډه کې د چین، هند او نورو هېوادونو مشران ګډون کوي. د چین وزیراعظم په دې غونډه کې د ګډون لپاره اسلام‌اباد ته رسېدلی دی او د اکتوبر پر ۱۴مه یې په اسلام‌اباد کې د ګوادر هوایي اډې پرانیسته وکړه. چین په ګوادر کې ستره سرمایه‌کاري کړې، خو په پاکستان کې په وروستیو کې پر چینایانو بریدونه شوي، چې له امله یې د ګوادر پر ځای له اسلام‌اباد څخه د هوایي اډې پرانیسته وشوه. د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې په مناسبت، په اسلام‌اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په دې اړه اسرار عالم مومند د رویټرز او مشال رېډیو له ویډیوګانو دا راپور جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG