د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په یوه چاودنه کې یې د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وژل شوی دی.
د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې خلیل الرحمان حقاني د ډېسېمبر پر ۱۱مه "تر غرمې وروسته د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید" کې ووژل شو.
مجاهد په بیان کې د حملې د څرنګوالي په اړه نور څه نه دي ویلي خو د هغه وژنه یې د طالبانو د حکومت لپاره "ستره ضایعه" بللې ده.
د کابل د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو طالبان د "خوارجو" اصطلاح د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د وسلوالو لپاره کاروي.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت دوو باوري سرچینو هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې حقاني په کابل کې د وزارت په انګړ کې په چاودنه کې وژل شوی دی.
دوی هم د چاودنې د نوعیت په اړه څه و نه ویل خو زیاته یې کړه چې په پېښه کې یوشمېر نورو کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې چې کره شمېر یې لا معلوم نه دی.
د طالبانو د حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر اېکس (پخواني ټوېټر) په لنډ بیان کې د حقاني وژنه تایید کړې ده خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.
د حقاني وراره انس حقاني پر اېکس په بیان کې او تردې مخکې یې رویټرز اژانس ته هم ویلي ول چې تره یې په چاودنه کې وژل شوی.
داراز، د افغانستان طلوع نیوز او اریانا نیوز ټېلېوېژنونو هم د سرچینو له خولې د کډوالو چارو په وزارت کې په چاودنه کې د حقاني په ګډون د یوشمېر کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله د حقاني د وژنې خبر ورکړی دی. اژانس وايي چې هغو چارواکو له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرلو له وجې له نوم ښوولو ډډه وکړه او نور معلومات یې هم ور نه کړل.
خلیل حقاني د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تره او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو بلل کېده. نوموړی شاوخوا درې کاله مخکې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغوی د کابینې لومړی غړی وو چې په چاودنه کې ووژل شو.
د امریکا د مالیې وزارت د ۲۰۱۱ز کال په فبرورۍ کې خلیل الرحمان حقاني د "نړیوال ترهګر" په توګه نومولی وو او پر سر یې د پینځو مېلیونه امریکايي ډالرو انعام هم ټاکلی وو.
د خزانې وزارت پر ووبپاڼه لیکل شوي دي چې د حقاني د زوکړې کره نېټه معلومه نه ده خو ښايي په ۱۹۶۶ز کال کې په پکتیا کې زېږېدلی وو.
په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلا بېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې شوې دي. د نومبر پر ۲۱مه د شمالي ولایت بغلان په یو زیارت کې په وسلوال برید کې ۱۰ تنه وژل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې وه.
تر دې مخکې په اکتوبر کې په کابل کې د تذکرو ریاست مخې ته په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل شوي ول. د هغې حمله ذمه واري چا نه وه منلې خو داعش اکثر په کابل کې د طالبانو پر حکومتي کارکوونکو او ودانیو او داراز، په هزاره مېشتې دشت برچي کې د ډېریو حملو مسوولیت منلی دی.
په کابل کې تازه چاودنه پر داسې مهال شوې چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د هغې ډلې د ختمولو دعوه وکړه چې په سېپټېمبر کې یې په غور ولایت کې په حمله کې ۱۴ شیعه ګان وژلي ول.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې "ځانګړو ځواکونو" یې د غور ولایت په مرکز پورې په تړلې سیمه مارکو کې د داعش د خراسان څانګې پر پټنځي عملیات وکړل چې پکې د ډلې "مشر او يو بل مهم کس ووژل" شول.