د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د تاپي پروژې د چارو پیلولو غوښتنه کړې ده


په ترکمنستان کې د تاپي نللیکې پروژې دوه ساتونکي د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په ترکمنستان کې د تاپي نللیکې پروژې دوه ساتونکي د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند یا د تاپي د ګیس نللیکې پروژې د کار پیلېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د ډېسېمبر پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې د متقي په مشرۍ پلاوي د ډېسېمبر پر ۱۶مه د هرات ولایت په سرحدي سیمه تور غونډۍ کې د خپل ترکمن سیال رشید مرادوف په مشرۍ له پلاوي سره ولیدل.

په بیان کې راغلي چې متقي په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د تاپي پروژې د عملي کېدو کار پیلېدو ته لاره هواره شوې ده.

د تاپي پروژې نللیکه ۱،۸۰۰ کېلومیټره اوږده ده چې له ترکمنستانه به ګیس تر هنده رسوي.
د تاپي پروژې نللیکه ۱،۸۰۰ کېلومیټره اوږده ده چې له ترکمنستانه به ګیس تر هنده رسوي.

له مرکزي اسيايي هېواد ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته د ګیس د رسولو دې پروژې لومړۍ موافقه د ۱۹۹۵ز کال د مارچ پر ۱۵مه د پاکستان او ترکمنستان ترمنځ لاسليک شوې وه. خو له هغه وخت راهیسې د پروژې تعمیراتي چارې د بېلابېلو وجوهاتو پر اساس له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.

د تاپي پروژې تعمیراتي چارېپه ۲۰۱۵ز کال کې په ترکمنستان او په ۲۰۱۸ز کال کې په افغانستان کې پیل شوې. البته په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له کبله د هغې پروژې کار وځنډېد.

د پلان له مخې ټاکل شوې وه چې پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د خپلې برخې کار پیل کړي، خو دا عمل هم ځنډېدلی دی.

د تاپي پروژې نللیکه ۱،۸۰۰ کېلومیټره اوږده ده چې پر جوړېدو یې د شاوخوا ۱۰ اربه ډالرو لګښت اټکل شوی دی. له پروژې سره سم، ترکمنستان به هر کال ۳۳ اربه مکعب ميټره ګيس افغانستان، پاکستان او هند ته ورکوي، چې پکې به پينځه اربه مکعب ميټره افغانستان او ۱۴، ۱۴ اربه مکعب ميټره پاکستان او هند اخلي.

د پروژې د بشپړېدو په صورت کې به افغانستان هر کال ۴۰۰ مېلیونه امریکايي ډالره د ګیس د ټرانزېټ یا لېږد له لارې وګټلای شي.

XS
SM
MD
LG