په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ويلي چې په سړو سیمو کې د پوهنتونونو زده کړې پیلېږي.
د افغانستان په سړو سیمو کې پوهنتونونه د ژمي تر رخصتیو (چوټیو) وروسته په مارچ کې پرانیستل کېږي. له دې پرته د سړو سیمو ښوونځي د مارچ پر ۲۱مه د نوي لمریز کال له پیلېدو سره سم بیا خلاصېږي چې ورسره نوی تعلیمي کال هم پیلېږي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت ویاند ضیا الله هاشمي د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر وليکل چې د زده کړو بهیر یوازې د نارینه زده کوونکو لپاره د مارچ له شپږمې رسماً پیلېږي.
نوموړي البته د ښځینه زده کوونکو د تعلیمي چارو بیا پیلېدو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې یې د نجونو لوړې زده کړې تر "دویم اعلان" پورې وځنډولې او وروسته یې بیا په ناحکومتي ادارو کې ښځې له کاره منع کړې.
د طالبانو دا اقدامات له پراخ نړیوال غبرګون سره مخامخ شول او د پوهنتونونو یوشمېر استادانو هم د دې فیصلې ضد د احتجاج په توګه استعفا ورکړه.
خو طالبانو تر اوسه د نړیوالو پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی. د طالبانو دغه اقدام ښځینه زده کوونکې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړې.
د طالبانو چارواکو تر اوسه تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو په اړه هم هېڅ داسې اشاره نه ده ورکړې چې ایا د نوي تعلیمي کال له پیلیدو سره به چې ورته څه کم درې اوونۍ پاتې دي، ټولې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي او که څنګه؟
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف د مارچ پر لومړۍ د نجونو نامعلوم برخلیک ته په اشاره وویل چې تراوسه هېڅ هڅوونکي پرمختګونه نه تر سترګو کېږي چې نجونې به بیرته ښوونځیو ته ستنې شې او که څنګه؟
الاکبروف چې له کابله یې د ویډیو کنفرانس له لارې په نیویارک کې خبریالانو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات ورکول، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نجونو پر زده کړو او په ناحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د لګول شویو بندیزونه په اړه د طالبانو په مشرتابه کې د اختلافاتو په اړه راپورونه درست دي، یوازې دومره وویل چې د ده په فکر، په دې اړه تبصره کول به ګټور نه وي.
نوموړي البته ټینګار وکړ چې واکمن طالبان باید دا یقیني کړي چې افغان ښځې او نجونې حق لري چې د ټولنې بشپړې غړې وي.
الاکبروف زیاته کړه، دوی باید د کار او زده کړو اجازه او هم روغتیایي او نورو خدمتونو ته لاسرسی ولري.
د طالبانو چارواکو په وار وار دا خبره کړې چې "شریعت په چوکاټ" کې د نجونو او ښځو د زده کړې او کار مخالف نه دي، خو نه یوازې هغه چوکاټ نه تشرېح کوي بلکې دا یې هم نه ده روښانه کړې چې کله به نجونه او ښځې زده کړو او کار ته پرېږدي.
طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول. دوی د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو نه یوازې یې دا کار نه دی کړی بلکې د نجونو لوړې زده کړې یې هم بندې کړې دي.
د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي دي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو په اړه یوه تګلاره جوړوي خو دا نه روښانوي چې هغه پالیسي به تر کوم وخته تیاره شي.