د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي د خوست په هوټل کې چاودنې ۳ وزیرستاني کډوال وژلي دي


د طالبانو د والي دفتر وايي چاودنه د خوست ښار له سپین جومات سره نېږدې شوې ده.
د طالبانو د والي دفتر وايي چاودنه د خوست ښار له سپین جومات سره نېږدې شوې ده.

د افغانستان په خوست کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې په یو هوټل کې په چاودنه کې درې وزیرستاني کډوال وژل شوي او یوشمېر ځايي اوسېدونکي ژوبل دي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د والي د ویاند دفتر په یو بیان کې ویلي دي چې چاودنه د اګست پر ۱۴مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې په ښار کې له سپین جومات سره نېږدې په هوټل کې شوې ده.

بیان زیاتوي چې مرستندویه کارکوونکو اووه ژوبل کسان د خوست روغتونونو ته انتقال کړي دي.

په بیان کې د چاودنې د څرنګوالي او پکې د وژل شویو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې په هغه هوټل کې "پاکستاني وسلوال طالبان" اوسېدل.

البته مشال راډيو په خپلواکه توګه د ځايي اوسېدونکو د دعوې تصدیق نه شي کولای.

عیني شاهدان وايي چې د پېښې ځای ته شاوخوا ۲۰ امبولانسونو تګ راتګ کاوه او ښايي پکې مرګژوبله زیاته وي.

د طالبانو حکومتي چارواکو د پېښې شاوخوا سیمه تړلې او خلکو او خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

تر دې مخکې هم په خوست کې د ناامنیو په پېښو کې هلته مېشتو وزیرستانیو کډوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۲۳ز کال په مې کې په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د یوه وزیرستاني ملا امام په کور کې په چاودنه کې دوه ماشومانې وژل شوې وې او دوه ماشومان ژوبل شوي ول.

د طالبانو د حکومت چارواکو هغه مهال ویلي ول چې په پېښه کې مفتي فاروق ته زیان نه وو رسېدلی. هغه مهال دا هم نه وه معلومه چې ایا د ملا امام پر کور برید شوی وو او که نه په کور کې یې چوونکي مواد ایښي ول، خو طالبانو حکومت ویلي ول چې د پېښې پلټنې کوي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په جون کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو ضد عملیات پیل کړل چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک کډوال شول.

له هغو څخه یې زیاتره په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې مېشت شول خو زرګونه کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

په ۲۰۱۶ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو تر ختمېدو وروسته زرګونه کډوال له افغانستانه خپلو کلیو او د بنو بکاخېلو کیمپ ته ستنې شوې خو له رسمي شمېر سره سم، اوس هم تر ۸،۰۰۰ زیاتې کورنۍ په خوست کې مېشتې دي.

XS
SM
MD
LG