د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه غونډه کېږي


د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب کېږي - پخوانی انځور.
د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب کېږي - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمه نړیواله غونډه کېږي چې پکې د طالبانو د حکومت، امریکا او پاکستان په ګډون د ګڼو هېوادونو او سازمانونو استازي برخه لري.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د جون پر ۳۰مه د پیلېدونکې دوه ورځنۍ ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږۍ او رغنده ډول د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.

د قطر پلازمېنه دوحه په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د طالبانو لپاره له سیاسي پلوه مهم ښار پاتې شوی دی.

هغه مهال چې طالب مشرانو په افغانستان کې دننه او بهر په پټه ژوند کاوه، په هغه ښار کې یې یوشمېر غړو په څرګنده سیاسي دفتر چلاوه او د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په میاشت کې همدا ښار وو چې پکې طالبانو او امریکا په خپلو کې د سولې موافقه لاسلیک کړه.

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ناست مشري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله روزمېري ډېکارلو کوي او په افغانستان کې د هغه سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشره روزا اوتونبایېوا هم ورغلې ده.

په غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازولي د هغوی د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوی کوي.

د بېلابېلو هېوادونو استازي د دوحې غونډې ځای ته رسېدلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفان دوجارېک په وینا په هغه غونډه کې د شا او خوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ناستې ته ورځي.

د غونډې په نورو ګډونوالو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي، د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی شامل دي.

خو تر اوسه د چین او هند ځانګړو استازو په دوه ورځني بحث کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د غونډې اجنډا

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند دوجارېک د جون پر ۲۵مه یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې په غونډه کې "له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همغږې او منظمې همکارۍ په اړه خبرې" کېږي.

د نوموړي په خبره، په غونډه کې پر هغه خپلواکه ارزونه هم بحث بحث کېږي د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له افغانستان سره د تعامل په اړه وړاندې شوې وه.

د هغه په خبره، دا غونډه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو، سیمه ییزو هېوادونو او د طالبانو ترمینځ خبرو اترو ته زمینه برابروي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د هغه سازمان د مرستدویه ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتنبایېوا او د طالبانو حکومت تایید کړې چې د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د اجنډا موضوعات خصوصي سوداګري، بانکداري او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پالیسي ده.

د طالبانو مشر له واک ته رسیدو وروسته د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه او دوی په وار وار ادعا کړې چې د کوکنارو کښت یې تر ټولو ټيټې کچې ته رسولی دی او د مخدره توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې یې مبارزه کړې ده.

بل لوري ته، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي دي چې پر "دوو مسلو" یې خبرو ته تیاری کړی دی چې یو یې "د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه او دویم يې پر طالب چارواکو د بندیزونو لیرې کول دي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جون پر ۲۹مه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په هغه غونډه کې له نړیوالو سره د تفاهم پیدا کېدو او د ستونزو د حل د هواري په هدف برخه اخلي او ټول هېوادونه د طالبانو له حکومت سره مثبت تعامل ته وربولي.

ناسته کې د ښځو نه ګډون

د دوحې په ناسته کې د افغان ښځو نه ګډون د ښځو او د بشري حقونو سازمانونه او فعالان غصه کړي دي.

افغان فعالانو ملګري ملتونه ملامته کړې او وايي چې د افغان ښځو نه ګډون د طالبانو غوښتنه وه چې هغوی منلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي ي چې په هغه ناسته یې کې د افغانستان "د واحد دریځ" په موخه د ښځو له ګډون سره مخالفت کړی ځکه چې پلاوی یې د ټول افغانستان په استازیتوب په غونډه کې ګډون کوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم ملګري ملتونه تورن کړي چې د طالبانو د غوښتنې په منلو یې د امنیت شورا د ۱۳۲۵م پرېکړه ‌لیک سرغړونه کړې چې په نړیوالو غونډو کې د ښځو پر ګډون ټینګار کوي.

د هغه سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار افغان ښځو ته په غونډه کې د ګډون بلنه نه ورکول "شرموونکی" کار بللی دی.

د سولې نوبېل انعام ګټونکې او د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ او د بشري حقونو یوشمېر نورو فعالانو هم په عمومي غونډه کې د افغان ښځو پر نه ګډون انتقادونه کړي دي.

ملګرو ملتونو ويلي چې په مرکزي غونډه کې به ښځې نه وي البته د څنډې په بحثونو کې به افغانانې موجودې وي.

هغه سازمان د جون پر ۲۵مه په بیان کې ویلي ول چې ټاکل شوې چې ډېکارلو، اوتونبایېوا او د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د جولای پر دویمه د افغانستان د بشري او ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د چیلېنجونو د هواري او د یوې حللارې د موندلو لپاره، چې پکې د یوه ځانګړي استازي ټاکل هم د بحثونو یوه برخه جوړوي، دوه ځلې په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ترسره کړې دي.

لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳ز کال په مې کې جوړه شوې وه او دویمه هغه يې د روان ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې وشوه. هغه سازمان لومړۍ ناستې ته طالبان نه ول وربللي او په دویمه غونډه کې د طالبانو حکومت خپله له ګډونه انکار کړی وو.

ملګرو ملتونو ويلي چې په هغه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو، د ترهګرۍ ضد چارو او نشه يي توکو د مخنيوي په اړه هم خبرې کېږي.

XS
SM
MD
LG