د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې په وسلوالو حملو کې د لېویز ځواک ۲ سرتېري وژل شوي دي


په چمن کې امنیتي سرتېري د روغتون د بیړنیو روغتیايي خدماتو بهر پهره کوي - پخوانی انځور.
په چمن کې امنیتي سرتېري د روغتون د بیړنیو روغتیايي خدماتو بهر پهره کوي - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې په دوو جلا، جلا بریدونو کې د لېویز ځواک دوه سرتېري وژل شوي دي.

د چمن د پولیسو مشر نعیم اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې سرتېری رحمت الله د جولای پر ۲۴مه غرمه مهال تر کار ختمولو وروسته کور ته پر لاره وو چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړي.

د ده په خبره، رحمت الله په ډزو کې ژوبل شو او روغتون ته یې پر لاره سا ورکړه. اڅکزی زیاتوي چې د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي. تر دې پېښې وروسته د چمن په احمد شاه خان کلي کې وسلوالو د لېویز ځواک پر یو بل سرتېري ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د چمن د لېویز ځواک رسالدار مېجر جهانګیر خان مشال راډیو ته وویل چې سرتېری سمیع الله له خپلو نورو ملګرو سره د یو کس د ګرفتارۍ لپاره د هغه کور مخې ته ولاړ وو چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې. دی زیاتوي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه "یو ترهګر برید" وو.

په چمن کې د دویم برید ذمه واري هم چا نه ده منلې. البته په هغه ښار کې د امنیت وضعیت له یوې مودې راهیسې خراب دی.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۷مه وسلوالو په چمن کې د صحبت خان پر لېویز تاڼې حمله وکړه چې پکې یو سرتېری ژوبل شوی وو. تر دې مخکې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه وسلوالو یو لېویز سرتېری ویشتلی او وژلی وو. خو چارواکي وايي، د روان کال د جون پر ۲۹مه د چمنله زندانه د لږترلږه ۱۴ بندیانو تر تېښتې وروسته هلته امنیتي حالات لا خراب شوي دي.

له چمن پرته د بلوچستان په یوشمېر نورو برخو کې هم امنیتي وضعیت خراب دی.

د جولای پر ۲۲مه د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې پر یوه کور د لاسي بم په برید کې درې تنه ژوبل شول. د هغې حمله ذمه واري لا چا نه ده منلې. تر دې مخکې د جولای پر ۱۲مه د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې ژوب پر پوځي چاوڼۍ په وسلوال برید او بیا په نښته کې نهه پوځیان او پینځه مشکوک وسلوال ووژل شول.

پر چاوڼۍ د حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې ومنله. داراز، د ژوب انتظامیه وايي، د جولای پر دویمه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه. تر هغې وروسته د شېرانیو اوسېدونکو درې مړي ژوب ته ولېږدول او هلته یې احتجاجي پرلت وواهه چې تر شاوخوا دوو اوونیو پورې روان وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG