د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوحه کې د افغانستان په اړه ۲ ورځنۍ نړیواله روانه ده


انتونیو ګوتېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه لومړۍ غونډې ته وینا کوي - د ۲۰۲۳ز کال د مې دویمې انځور.
انتونیو ګوتېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه لومړۍ غونډې ته وینا کوي - د ۲۰۲۳ز کال د مې دویمې انځور.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب دوه ورځنۍ غونډه پیل شوې ده چې پکې د طالبانو د حکومت استازو د ګډون نه کولو پرېکړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ویاند سټېفان دوجارېک ویلي دي چې د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه په ناست کې د افغانستان لپاره د هغه سازمان د غړو هېوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړي استازي او ځینې افغان ښځې ګډون کوي.

ځینو رسنیو ویلي دي چې د دوو مخکښو فعالانو محبوبې سراج او شاه ګل رضایي ترڅنګ نور کسان هم د ښځو په استازیتوب په غونډه کې ګډون کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۷مه تایید کړه چې له ۲۵ څخه د زیاتو هېوادونو استازو ته د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د امریکا له خوا د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره د دوو ځانګړو استازو تامس وېسټ او رینا امیري ګډون تایید شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۷مه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل، استازي یې په غونډه کې ګډون نه کوي.

وزارت په بیان کې ویلي دي چې ملګرو ملتونو ته یې روښانه کړې وه چې که د "یوازیني مسوول لوري" په توګه ورته د ګډون اجازه ورکوي او د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمینځ د ټولو مسایلو په اړه د واضح خبرو اترو زمینه ورته برابروي نو پکې به یې ګډون ګټور وي.

بیان زیاتوي چې په دې برخه کې پرمختګ و نه شو، نو ځکه استازي نه وراستوي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي ول چې غواړي د طالبانو د حکومت استازي هم د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

د ګوتېرېش ویاند سټېفان دوجارېک د فبرورۍ پر۱۴مه امریکا غږ راډیو ته وویل چې د هغې غونډې هدف دا دی چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د نړیوالو اړیکو په اړه خبرې اترې وکړي.

د هغه په خبره، د ناستې یو مهم اړخ دا دی چې ګډونوالو هغو ځانګړو استازو ته موقع برابره شي چې په ګډه د طالبانو د حکومت او د ښځو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له نورو کارکوونکو سره وویني.

د دوجارېک په وینا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې مفصل راپور وړاندیزونه هم په پام کې نیول کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د دغه راپور له مهمو سپارښتنو څخه یوه ده ده.

د طالبانو حکومت چارواکو د استازي له ګومارنې سره په ښکاره مخالفت څرګند کړی وو او ویلي یې ول چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په حضور کې او هم د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام د نوي استازې اړتیا نه شته.

د طالبانو حکومت هغه مهال ګواښ کړی وو چې که نوی استازی وټاکل شي نو ورسره به همکاري و نه کړي.

د افغانستان لپاره د ناټو اېتلاف پخواني ملکي استازي نېکولاس کې د فبرورۍ پر ۱۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، هیله من دی چې د ځانګړي استازي په اړه په ناسته کې پرمختګ وشي.

روسیه او چین چې د طالبانو له حکومت سره یې نېږدې اړیکې ټینګې کړي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه دوه دایمي غړي دي چې د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړه لیک له رایې ورکولو ډډه وکړه چې پکې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش غوښتنه شوې چې ژر دې د افغانستان، په ځانګړي ډول، د بشري حقونو چارو لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

اخوا د غونډې یو بل مهم ګډونوال او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن کابل ته په وروستي سفر کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د هغې ناستې په اړه خبرې کړې وې.

نوموړي په وروستیو کې د مشال راډیو له قرغزي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې د دوحې غونډه مهمه وبلله خو د نتیجې په اړه یې محطاطه خوشبیني څرګنده کړه.

دا په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه دویمه غونډه ده. تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې شوې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي نه وو وربلل شوي.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG