د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما په افغانستان کې ۲ کسانو ته د مرګ سزا ورکولو سخت مخالفت کړی دی


په غزني کې خلک د فبرورۍ پر ۲۲مه د اعدام تر سزا وروسته د فوټبال له لوبغالي د ستنېدو په حال کې. دا انځور له ویډیو اخیستل شوی.
په غزني کې خلک د فبرورۍ پر ۲۲مه د اعدام تر سزا وروسته د فوټبال له لوبغالي د ستنېدو په حال کې. دا انځور له ویډیو اخیستل شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په غزني کې په عام محضر کې دوو کسانو ته د مرګ د سزا ورکولو سخت مخالفت کړی دی.

ماموریت د فبرورۍ پر ۲۲مه، پر اېکس پاڼه لیکلي دی چې ملګري ملتونه د مرګ د سزا سخت مخالفت کوي او دا کار د ژوند د اساسي حق سرغړونه ده.

یونامه د طالبانو له مشرتابه غوښتنه کړې چې سمدستي دې د مرګ سزاګانې ودروي.

دا تر هغې وروسته ده چې د طالبانو د حکومت سترې محکمې د فبرورۍ پر ۲۲مه خبر ورکړ چې په قتل تورن دوه تنه یې پر هغه ورځ د غزني د علي لالا کلي د فوټبال په میدان کې په داسې حال کې "قصاص کړل" چې د طالبانو چارواکي او عام خلک ورته ولاړ ول.

قصاص په اسلامي فقه کې غچ اخیستو ته ویل کېږی. دا هغه سزا ده چې مرتکب ته د هغه له جرم سره برابره یا سمه ورکول کېږي. د بشري حقونو سازمانونو تل د هغو مقدمو او د سزا په عمل کې د شفافیت په اړه اندېښنې ښوولې دي او دا یې د نړیوالو بشري حقونو پر ضد بللي دي.

نړیوالې ټولنې وخت په وخت د طالبانو پر یوشمېر حکومتي اقداماتو نیوکې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې محکمو تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د قصاص او سنګسار سزاګانې اورولې او عملي کړې دي.

طالبانو لا د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د وروستي بیان په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ۱۹۹۰ز لسیزه کې هم د خپلې واکمنۍ پر مهال په عام محضر کې د اعدام او سنګسار په څېر سختې سزاګانې ورکولې.

XS
SM
MD
LG