د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا يو ځل بيا سراج‌ الدین حقاني ته اماراتو ته د سفر اجازه ورکړې


په افغانستان کې د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني ـ انځور له ارشيفه
په افغانستان کې د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني ـ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌ الدین حقاني ته په دویم ځل متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې حقاني لا هم د امریکا د فېډرالي پلټنو ادارې (اېف بي ای) په تور لېسټ کې دی او پر سر يې د ۱۰ مېليونه ډالرو جایزه هم ټاکل شوې ده.

امنیت شورا د جون پر ۲۶مه په بيان کې ويلي چې حقاني ته په متحده عربي اماراتو کې د امنیت او پخلاینې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره له سفري بنديزه معافیت ورکړل شوی دی.

په بیان کې راغلي چې د سفر دا معافیت د جون له ۲۱مې تر ۲۵مې نېټې د تطبیق وړ دی. په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې دا سفر ترسره شوی او که به کېږي.

امنیت شورا زياته کړې ، ابوظهبۍ ته د حقاني د سفر موخه "د سیمه‌ ییز امنیت، ثبات او پخلاینې په اړه په غونډو کې ګډون" دی، خو د طالبانو حکومت او متحده عربي اماراتو تر دې دمه د هغه سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد تر دې دمه د مشال راډيو پوښتنو ته ځواب ويلی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې امنیت شورا د جون پر پينځمه هم د سراج‌ الدین حقاني تر څنګ درو نورو طالب چارواکو ته سعودي عرب ته د سفر اجازه ورکړې وه چې نوموړی ترې اوس کابل ته ستون شوی دی.

امنیت شورا هغه مهال ویلي ول چې سراج‌ الدین حقاني، د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د طالبانو د استخباراتو عمومي مشر عبدالحق وثیق او د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب د حج لپاره سعودي عرب ته سفر کولای شي.

دا بيان په داسې حال کې خپور شوی وو چې سراج‌ الدین حقاني او عبدالحق وثیق د هغه سفر د معافیت له اعلان وړاندې لا متحده عربي اماراتو ته سفر کړی وو.

د متحده عربي اماراتو خبري اژانس "وام" د جون پر څلورمه په یوه بیان کې ویلي ول چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج ‌الدین حقاني سره د ابوظبۍ په شاهي ماڼۍ کې لیدلي دي.

بيان زياته کړې وه چې په هغه لیدنه کې دواړو لوریو د اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې د ثبات موندلو پر لارو چارو بحث کړی دی.

د نوموړي د هغه سفر پر وړاندې امريکا غبرګون ښوولی وو او له هېوادونو يې غوښتنه کړې وه چې پر طالبانو نړیوال بندیزونه عملي کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې څخه د حقاني د سفر معافیت تر لاسه کړي.

سراج‌ الدین حقاني په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په یوشمېر خونړیو بریدونو کې، چې پکې ګڼ افغانان او یو شمېر امریکایان هم وژل شوي، د لاس لرلو په تور د امریکا د ترهګرو او تعقیب په لېسټ کې دی او پر سر يې د ۱۰ مېليونه ډالرو جایزه هم ټاکل شوې ده.

د دې ترڅنګ ملګرو ملتونو د ۲۰۰۷ز کال په سېپټېمبر کې پر سراج‌ الدین حقاني له القاعده شبکې او طالبانو سره د اړیکو او نورو سختدریځو او ترهګرو ډلو سره د مالي ملاتړ په تور بندیزونه ولګول.

نوموړی د حقاني وسلوالې شبکې مشر پاتې شوی، خو اوسمهال یوشمېر طالب چارواکي د هغې شبکې موجودیت ردوي.

XS
SM
MD
LG