د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښین کې نابیناوو د سپینې امسا ورځ لمانځلې ده


د اکتوبر پر ۱۵مه د نابیناوو د ټولنې مشران په پښین کې د غونډې پر مهال.
د اکتوبر پر ۱۵مه د نابیناوو د ټولنې مشران په پښین کې د غونډې پر مهال.

د اکتوبر ۱۵مه د سپینې امسا (عصا) یا لکړې د کاروونکو د ساتنې نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

په دې لړ کې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د پاکستان د نابیناوو ټولنې (پاکستان انجمن نابینا) د یکشنبې (اتوار) پر ورځ غونډه وکړه چې پکې د سیمې فعالانو او اوسېدونکو هم ګډون وکړ.

د غونډې ګډونوال او د نابیناوو د ټولنې مشر سبحان علي د اکتوبر پر ۱۵ مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې هغوی ته د ژوند هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي او بېلابېل هنرونه دې ورزده کړي چې له دې لارې کار پيدا کړي او خپل ژوند پر مخ یوسي.

هغه وویل، د سترګو له دیده بې برخې کسان بېلابېل کسبونه زده کولای شي. "په نابیناوو کې داسې کسان هم شته چې څوکۍ جوړوي، د بجلۍ [سامانونه] جوړوي او داسې نور هنرونه هم لري او نورو هنرونو زده کولو ته اړتیا لري. موږ خیرات نه غواړو بلکې حکومت دې اسانتیاوې برابرې کړي او ولس دې له موږ سره په سفر کولو [پر مهال] مرسته وکړي."

په ۱۹۲۱ز کال کې د انګلستان په برېسټل ښار کې یو کس چې د سترګې له دیده بې برخې شو نو بیا یې خپلې امسا ته دې موخه سپین رنګ ورکړ چې خلک یې له لېرې وپېژني چې نابینا دی.

د ۱۹۶۴ز کال په اکتوبر کې د امریکا کانګرس د اکتوبر ۱۵مه د سپینې لکړې ورځ د لمانځنې منظوري ورکړه. په پاکستان کې هغه ورځ له ۱۹۸۱ز کال راهیسې لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG