د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د ژوب جرګې په کورمه کې پر روان فرقه ییز تاوتریخوالي او په بلوچستان کې پر ناامنۍ زښته اندېښنه ښوولې ده.
د نومبر پر ۲۴مه او ۲۵مه شوې جرګې خپل پرېکړه لیک خپور کړی دی چې پکې په کورمه کې د "فرقو په نوم" د وژنو "سخته غندنه" شوې او ویلي یې دي چې د هغه تاوتریخوالي لامل د ریاست ناسمې تګلارې دي چې باید ورڅخه لاس واخلي او د ولس له غوښتنو او ګټو سره سمې پالیسۍ جوړې کړي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې په کورمه کې یې شیعه ګان او سنیان اووه ورځني اوربند ته رضا کړي دي او په ضلع کې د روان تاوتریخوالي د درولو هڅې کوي.
د ژوب د جرګې په پرېکړه لیک کې په بلوچستان کې پر روانې ناامنۍ اندېښنه ښوول شوې ده او ویلي یې دي چې سیاسي مسلې په پوځي عملیاتو نه شي هوارېدای بلکې ورسره امنیتي وضعیت لا خرابېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۹مه وفاقي حکومت په بلوچستان کې د وسلوالو ډلو خلاف د "جامع او پراخو" عملیاتو پرېکړه وکړه چې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن ورباندې اندېښنه وښوده.
د نواب ایاز جوګېزي په مشرۍ په جرګه کې د ژوب او شېرانیو د قبایلي مشرانو او سیاسي فعالانو تر څنګ د یوشمېر نورو سیمو سیاسي فعالان او قبایلي مشران هم ګډون وکړ.
په قرارداد کې له حکومته غوښتنه شوې چې له اېف سي ځواک څخه دې د انتظامي چارو واک واخلي او د امنیت سمولو لپاره دې د ایین او قانون له مخې پولیسو او ضلعي انتظامیو ته واک ورکړي.
جرګې د اېف سي ځواک له لوري د جرګو جوړول په قبایلي او سیاسي چارو کې مداخله وبلله او دا کار یې وغنده. اېف سي ځواک لا د جرګې د پرېکړه لیک په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
په پرېکړه لیک کې راغلي دي چې تېر کال د بلوچستان د پښتو مېشته سیمو په ځینو برخو کې په "پراخ کچ" د کوکنارو کښت شوی دی چې په راتلونکې کې د جنایتونو سبب کېدای شي نو ځکه دې حکومت سمدستي د کوکنارو کښت ودروي.
جرګې داراز، د تاوان لپاره پر تښتونو خواشیني وښوده او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې د ۱۰ کلن ماشوم محمد مصور خان کاکړ د خوشې کولو لپاره اقدامات وکړي.
خان د نومبر پر ۱۵مه له کوټې تښتول شوی وو چې د خوشې کولو لپاره یې کاروباریانو او د ګوندونو غړو او پلویانو څو ځلې مظاهرې او کاربندیزونه کړي دي.
دا راز، د هغه ماشوم خپلوانو، سیاسي ګوندونو او فعالانو د نومبر له ۱۸مې راهیسې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت هم وهلی دی چې دوام لري.
د بلوچستان حکومت لا د ژوب د جرګې په پرېکړه لیک کې د تورونو او غوښتنو په ځواب کې څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې د مصور خان کاکړ د خوشې کولو تر څنګ د تاوان لپاره د تښتونو مخنیوي هوډ تکرار کړی دی.
له دې پرته د صوبې لوړپوړي یا سینییر وزیر میر ظهور بلېدي د نومبر پر ۱۶مه د پاکستان دولتي ټېلېوېژن ته ویلي ول چې حکومت د ناامنۍ جوړوونکو پرضد اقدامات کوي.
د بلوچستان او پاکستان حکومتونو په بیا بیا ویلي دي چې په صوبه کې د ترهګرۍ او جنایتونو مخنیوي ته ژمن دی او په دې لړ کې اقدامات کوي. د نومبر پر ۱۹مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د لوړپوړو ملکي او امنیتي چارواکو په غونډه کې وویل چې ټول تمرکز یې د ترهګرۍ پر ختمولو دی.
د ژوب جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو د هغې لړۍ برخه وه چې اعلان یې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷مه په کوټه کې په خبري غونډه کې کړی وو. نوموړي هغه مهال ویلي ول چې هغه جرګې د ناامنۍ په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره ورغواړي.
په دې ترڅ کې لومړۍ دوه ورځنۍ جرګه د نومبر پر نهمه او ۱۰مه په بوري (لورالايي) ډېوېژن کې وشوه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د نومبر پر ۲۴مه د دوه ورځنۍ جرګې پیلېدو پر مهال مشرانو ته په وینا کې په سیمه کې زیاتې شوې ناامنۍ ته په اشاره وویل چې دا "د حکومت ګناه ده" چې د ولس د ژوند او مال ساتنه نه شي کولای.
نوموړي دازار ویلي ول چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو ټولې قبیلې به د خپلو مشرانو نومونه ورکوي چې هلته د پښتنو ترمینځ د ځمکو د لانجو د هواري هڅې کوي.
د خیبر پښتونخوا په څېر د بلوچستان په مختلفو برخو کې هم د ولسونو او کورنیو ترمینځ د ځمکو پر سر لسیزې پخوانۍ لانجې موجودې دي.
اڅکزي د ژوب جرګې ته په وینا کې وویل، د ناامنۍ په ګډون یې د پښتنو د ستونزو د هواري لپاره د جرګو لړۍ پیل کړې ده او غواړي چې پښتانه ورسره "تر سیاسي تعلق بالاتر خپل فکر شریک" کړي.
محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې تر دې وروسته به د سېوۍ ډېوېژن، کوټې او پښین ډېوېژنونو پر کچ هم ورته جرګې کوي.
د ژوب تر جرګې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې محمود خان اڅکزي هم د بوري (لورالايي) جرګې پر مهال په بلوچستان کې پر خراب امنيت اندېښنه وښوده او غوښتنه یې وکړه چې اېف سي ځواک دې یا وضعیت سم کړي او یا دې له پښتنو سیمو ووځي.
د نومبر پر نهمه د لورالايي د جرګې پر لومړۍ ورځ د کوټې د اورګاډو په تمځي کې په ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان ووژل او له ۶۰ زيات ژوبل شول. چارواکي وايي چې د حملې له ښکار شویو څخه یې اکثر پوځیان ول. د هغې حملې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلنه جرګې پر داسې مهال کېږي چې په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده.
په عین حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په بلوچستان کې په عملیاتو او نښتو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې د نومبر پر ۱۲مه یې شپې مهال په بلوڅ مېشته کېچ ضلع کې د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې يې څلور مشکوک وسلوال ووژل.