د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ژوب جرګه: د ۳ پولیسو د وژنې مقدمه دې د اېف سي ځواک پرضد دایره شي


په ژوب کې د پولیسو د وژنې ضد احتجاجي پرلت د جولای له درېیمې راهیسې روان دی.
په ژوب کې د پولیسو د وژنې ضد احتجاجي پرلت د جولای له درېیمې راهیسې روان دی.

د بلوچستان په ژوب کې د پښتنو یوې جرګې پر حکومت غږ کړی چې د جولای په پیل کې د درو پولیسو د وژنې مقدمه دې د پاکستان د سرحدي ځواک (اېف سي) پرضد دایره کړي او د پېښې عدالتي پلټنې دې وشي.

د جولای ۱۵مې په جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ترڅنګ د بېلابېلو سياسي ګوندونو، د وکيلانو تحريکونو او ولسي مشرانو ګډون کړی وو.

پخواني سېنېټر رضا محمد رضا جرګې ته وويل چې د غوښتنې تر پوره کېدو پورې احتجاجي پرلت ته دوام ورکوي. "موږ غوښتنه کړې چې د شهيدو شويو پولیسو مقدمه دې د اېف سي ځواک خلاف درج شي. دا غوښتنه هم لرو چې د بلوچستان په ججانو مشتمل يو عدالتي کمېشن دې د پلټنو لپاره جوړ شي. دوی چې هره فیصله وکړه، موږ ته منظوره ده."

د سیمې یوه ولسي مشر ملک قایم خان وویل چې د اېف سي ځواکونو پرضد د مقدمې دایرېدل ځکه غواړي چې هغوی د امنیت د ټینګښت ذمه وار دي او دعوه یې وکړه چې د هغوی په موجودګۍ کې په سیمه کې امنیت د ښه کېدو پر ځای خراب شوی دی.

د جرګې ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د شېرانیو په دانه سر کې دې امنیتي پوسته ختمه کړي.

خو اېف سي او پوځي چارواکي دا تور ردوي. د پاکستان پوځ په وروستیو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې امنیتي ځواکونو تر "ډېرو قربانیو ورکولو" وروسته په بلوچستان کې امنیتي وضعیت ښه کړی دی.

د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي، کوښښ کوي چې د مذاکراتو له لارې، جرګه د هغه احتجاج په ختمولو قانع کړی چې د جولای له درېيمې راهیسې روان دی.

د ژوب انتظامیه وايي، د جولای پر دویمه د بلوچستان په شېراني ضلع کې وسلوالو پر یوې پوستې برید وکړ چې پکې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری ووژل شول.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر هغې وروسته د شېرانیو اوسېدونکو درې مړي ژوب ته ولېږدول او هلته یې احتجاجي پرلت وواهه چې د جولای پر ۱۶مه هم دوام لري.

په ژوب کې هغه جرګه پر داسې مهال شوې ده چې د جولای پر ۱۲مه د هغه ښار پر پوځي چاوڼۍ په وسلوال برید او بیا په نښته کې نهه پوځیان او پینځه مشکوک وسلوال ووژل شول.

پر چاوڼۍ د حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې ومنله.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG