د اوکرایني ولسمشر دفتر وايي، یو حکومتي پلاوی له روسیو استازو سره د خبرو لپاره د بېلاروس پولې ته رسېدلی دی.
د وولودیمیر زېلېنسکي دفتر د فبرورۍ پر ۲۸مه په بیان کې وویل، په پلاوي کې یې د نورو چارواکو ترڅنګ د دفاع وزیر اولېکسي رېزنېکوف او د ولسمشر سلاکار مېخایلو پدولیاک هم شامل دي.
تر دې مخکې د روسیې تاس خبري اژانس د یوې نامعلومې سرچینې په حواله ویلي ول چې مذاکرات د فبرورۍ پر ۲۸مه کېږي.
کییف وايي، له روسي پلاوي سره د اوکراین او بېلاروس پر پوله له مخکینیو ټاکلیو شرطونو پرته خبرې کوي.
دا ملاقات تر هغې څو ساعته وروسته کېږي چې د اوکراینیو چارواکو په وینا، د دوشنبې (ګل) پر سهار تر لمرخاته مخکې په پلازمېنه کییف او د هېواد په دویم لوی ښار خارکیف کې چاودنې اورېدل شوې دي او ولسمشر زېلېنسکي ویلي چې راتلونکي ۲۴ ساعتونه یې د هېواد لپاره خورا مهم دي.
نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه په تازه بیان کې پر یرغلګرو روسیو پوځیانو غږ کړی چې وسله کښېږدي.
زېلېنسکې په بیان کې دعوه کړې چې په اوکراین کې د جګړې پر مهال تر اوسه تر ۴،۵۰۰ زیات روسي سرتېري وژل شوي دي خو ازادو سرچینو د مرګ ژوبلې د دې شمېر تصدیق نه دی کړی.
خو مسکو د فبرورۍ پر ۲۷مه په لومړي ځل خپلو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتل تایید کړي، البته نور معلومات یې نه دي ورکړي او شمېر یې هم نه دی خپور کړی.
د فبرورۍ پر ۲۸مه پر اوکراین د روسیې د حملې پر پینځمه ورځ هم په کییف کې ګرځبندیز دوام لري او چارواکو خبرداری ورکړی دی چې له اجازتنامې (یا پاس) پرته که څوک بهر وګرځېد نو روسی "ورانکاری" به وبلل شي.
هلته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین حکومت د سختو اقتصادي بندیزونو له وجې له زیاتېدونکي نړیوال یوازیتوب سره د مخاخېدو په حال کې دی.
په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي دي چې امریکايي ولسمشر جو بایډن هم د فبرورۍ پر ۲۸مه له خپلو شریکانو سره د متحد غبرګون ښوولو پر لارو چارو غږېږي.
اروپايي ټولنې خپل فضايي حریم د روسیو الوتکو پرمخ تړلی دی او له اوکراین سره د دفاعي نظامونو په پېرلو کې مرسته کوي.
د روسي روبل ارزښت لوېدلی
بلخوا د سوېفټ په نوم د پیسو د لېږد رالېږد له خوندي نړیوال نظامه د روسیې تر ایستلو او پر هغه هېواد د غربي بندیزونو له وجې چې د فبرورۍ پر ۲۸مه نړیوال بازار پرانیستل شو، نو د روسیې روبل خپل ارزښت له لاسه ورکړ.
د بلومبرګ ووبپاڼې په وینا، د دوشنبې یا ګل پر ورځ د امریکايي ډالر پرتله د روبل ارزښت په بېساري کچ ولوېد او یو ډالر په ۱۱۴ روبلو اخیستل کېده. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پر اوکراین تر حملې وروسته یو امریکايي ډالر په ۸۳ روبلو پېرل کېده.
د روسیې مرکزي بانک د فبرورۍ پر ۲۸مه د روبل ارزښت کنټرولولو لپاره د سود کچ له ۹.۵٪ څخه ۲۰٪ ته لوړ کړی. اخوا د بانکي ټکی رو په نوم ووبپاڼې په وینا، په کاروباري بانکونو کې د یو ډالر نرخ د ۱۲۰ او ۱۴۰ روبلو ترمینځ وو.
دا په داسې حال کې ده چې فرانسې، جرمني، اېټالیې، برتانیې، کاناډا او امریکا د فبرورۍ پر ۲۶مه د سوېفټ (SWIFT) په نوم بانکي نظام ته د روسیې د یوشمېر بانکونو د لاسرسي پر مخنیوي موافقه کړې. سوېفټ یعنې د بانکونو ترمینځ د مالياتي رابطو نړیواله ټولنه (سوسایټي اف ورلډوایډ انټربینک فنانشل ټېلېکمیونیکېشن) داسې یو خوندي نظام دی چې له لارې یې د روسیې په ګډون د نړۍ د زیاتره هېوادونو ترمینځ د پیسو لېږد رالېږد په تېزۍ او اسانۍ کېږي.
پر اوکراین د حملې په اړه د پوتین دریځ
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي. ده وویل چې دغه ګام یې د اوکراین له خوا د ورپېښو "خطرو" په ځواب کې پورته کړی.
روسي ولسمشر پر اوکراین د حملې د اعلان پر وخت ویلي ول چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.
پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.
پوتین د تېر کال له پای راهیسې اوکراینۍ پولې ته نېږدې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي ول او له امریکا او ملګرو څخه یې په ناټو اتحاد کې د اوکراین نه شاملولو ترڅنګ پراخ امنیتي ضمانتونه غوښتل چې واشنګټن رد کړل.