د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېټالیا د اروپايي هېوادونو د فوټبال جام وګاټه


اېټالیوۍ لوبډله خپله بریا لمانځي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۱مې انځور.
اېټالیوۍ لوبډله خپله بریا لمانځي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۱مې انځور.

اېټالیا د ۲۰۲۰ز کال د فوټبال د اروپايي اتلولۍ جام ګټلی دی.

د انګلینډ پر وړاندې سیالي د جولای ۱۱مې پر ماخوستن د لندن په وېمبلي لوبغالي کې وشوه.

د لوبې د پیل په دقیقو کې د انګلېنډ لوبغاړي ګول وکړ او وروسته اېټالویو لوبغاړو څو ځلې د ګول هڅه وکړه خو بریالي نه شول. د لوبې په ۶۷مه دقیقه (منټ) کې د اېټالیې ګول سیالي مساوي کړه او بیا دواړه لوبډلې د یو بل پر وړاندې د ګول په وهلو و نه توانېدې. وروسته په اضافي وخت کې هم دا صورتحال وو نو د سیالۍ فیصله په پېنلټیو وشوه.

په پېنلټیو کې انګلستان دوه او اېټالیې درې ګولونه ووهل او جام یې وګاټه.

د انګلینډ لوبډله له شاوخوا پینځو لسیزو راهیسې د یورو کپ ګټلو په تمه وه.

د اروپايي هېوادونو د فوټبال اتلولۍ سیالۍ په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې وځنډېدې چې سږ کال د جون پر ۱۱مه پیل او د جولای پر ۱۱مه پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG