د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سرتېرو د ننګرهار دوه اډې افغان ځواکونو ته سپارلي


امریکا وايي، د قطر له موافقې سره سم یې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ ته ښکته کړی
امریکا وايي، د قطر له موافقې سره سم یې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ ته ښکته کړی

جلال اباد - د ننګرهار د والي ویاند وايي، امریکايي سرتېري له دوو اډو څخه وتلي او هغه یې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته سپارلې دي.

عطا الله خوږیاڼي د جولای ۲۲مې شپې مهال مشال راډيو ته وویل چې امریکايي سرتېري د ننګرهار د "هسکې مېنې او اچین ولسوالیو" له اډو وتلي دي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې نهه اوونۍ وروسته کړې دي چې د امریکا د دفاع وزارت (پېنټاګان) د جولای پر ۱۴مه وویل، له طالبانو سره یې د قطر له هوکړې سره سم، د افغانستان له پېنځو پوځي اډو څخه خپل پوځیان ایستلي دي.

وزارت په بیان کې ویلي ول چې امریکا، د موافقې د ۱۳۵ ورځو په تېرېدو، په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ ته ښکته کړې دی.

د فبرورۍ پر ۲۹مه، په دوحه کې په شوې موافقه کې د امریکايي سرتېرو د وتلو ترڅنګ، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمول او له افغان حکومت سره یې د مخامخ خبرو پیلول، نورې مهمې برخې دي.

د پېنټاګان بیان وايي، امریکايي پوځیانو پېنځه واړه اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

خو په بیان کې یې دا نه ول ویلي چې سرتېري له کومو اډو وتلي ول.

طالبانو د ننګرهار له دوو پوځي اډو څخه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه څه نه دي ویلي.

افغان سرتېري په اچین کې د عملیاتو پر مهال - د ارشیف انځور
افغان سرتېري په اچین کې د عملیاتو پر مهال - د ارشیف انځور

له اډو د سرتېرو وتلو په اړه اندېښنې

د ننګرهار په اچین او هسکه مېنه کې پخوا امریکايي سرتېرو له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د اسلامي دولت (داعش) ډلې وسله والو پر ضد په عملیاتو کې مرسته کوله.

له اډو څخه د سرتېرو وتلو د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اندېښمن کړی دی.

اجمل عمر د جولای پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، ښايي اوس امریکايي ځواکونه له افغان سرتېرو سره د هوايي ځواک مرسته و نه کړای شي.

د ده په وینا، امریکايي سرتېرو "په اچین کې " شاوخوا "شپږ کاله مخکې" او په "هسکه مېنه ولسوالۍ کې یې دوه یا درې کاله مخکې اډه جوړه کړې وه."

عمر وايي، په دې سیمو کې به امریکايي ځواکونو له افغان سرتېرو سره د هوايي ځواک مرسته کوله چې له دې وجې به افغان ځواکونه "تل" پر مخالفو وسله والو "برلاسه ول" خو د امریکایانو تر وتلو وروسته اوس افغان پوځیان "هوايي ځواک نه لري، سیمه غرنۍ ده نو د سیمې خلکو او ولسوالیو ته به څه نا څه ستونزې ایجاد شي."

خو د جولای پر ۱۴مه پېنټاګان ویلي ول چې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې د اچین او هسکې مېنې په اډو کې څومره امریکايي سرتېري پراته ول البته امریکا وايي، د جولای تر ۱۳مې یې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳،۰۰۰ څخه ۸،۶۰۰ ته ښکته کړی دی.

که د قطر موافقه په بشپړ ډول عملي شي نو ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱ز کال تر نیمايي پورې ټول بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي.

په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

هغه مهال طالبانو په یوه بیان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر ټيټېدو هرکلی کړی وو او ویلي یې ول چې د دوحې له موافقې سره سم یې پر بهرنیو سرتېرو بریدونه نه دي کړي چې ثابتوي چې دوی پر ژمنه ولاړ دي.

خو طالبانو په عین وخت کې تور پورې کړ چې امریکايي سرتېري له افغان پیلوټانو سره په بمباریو کې همکاري کوي چې د موافقې خلاف کار دی.

د بمباریو زیاتېدل

طالبانو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په تېرو ورځو کې بمبارۍ زیاتې شوې دي.

د جولای پر ۲۲مه، د هرات د ادرسکن ولسوال محمد علي فقیریار رسنیو ته وویل، د ادرسکن او ګزرې ولسوالۍ ترمنځ په سیمه کې د طالبانو پر یوې غونډې بمباري شوې چې د ځايي اوسېدونکو په وینا، تر ۴۵ زیات کسان پکې وژل شوي.

خو طالبانو په یوه بیان کې وویل چې په بمبارۍ کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوو تصدیق نشي کولای.

بل لوري ته د کندهار امنیه قومانداني وايي، د جولای ۲۲مې شپې شاوخوا یوه نیمه بجه د خاکرېز ولسوالۍ په دروېشانو کې امریکایي الوتکو بمباري کړې چې پکې ۳۶ مشکوک وسله وال طالبان وژل شوي دي.

پر طالبانو د حملو زیاتولو تورونه

افغان حکومت په عین وخت کې طالبان تورنوي چې په وروستیو کې یې بریدونه زیات کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تېره اوونۍ پر ټوېټر کې ولیکل چې طالبانو حملې زیاتې کړې دي چې د هغوی "له دې ژمنې سره سم عمل نه دی چې ویلي یې ول چې د بین الافغاني خبرو تر پیل پورې تاوتریخوالی کموي او بیا د خبرو پر مهال دایمي اوربند کوي."

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین په بیا بیا ویلي چې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند پر موضوع په بین الافغاني خبرو کې غږېږي چې له اوږدې مودې راهیسې یې پیل له ځنډ سره مخامخ دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG