پاکستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو دی چې د روسيې لخوا يې پر اوکراين تر بريد وروسته د لویديز هېوادونو او روسيې ترمینځ په را ولاړ شوي جنجال کې بې پرې دريځ خپل کړی دی.
د مارچ پر دويمه چې کله د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې په بیړنۍ ناسته کې پر اوکراين د بريد غندنې او له هغه هېواده د روسيو ځواکونو د وتلو لپاره قرارداد وړاندې کړل شو نو د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو څخه ۱۴۱ هېوادونو د هغه پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه. خو د روسيې په ګډون شام، شمالي کوريا، اريتيريا او بيلاروس د پرېکړه ليک پر ضد رايې وکارولې.
بلخوا د پاکستان، هند او چین په ګډون د ۳۵ هېوادونو استازو د قرارداد په اړه خپلې رایې و نه کارولې.
نو په داسې حال کې چې د نړۍ زياتره هېوادونه پر اوکراین د روسیې یرغل غندي او له اوکراينه د روسيو ځواکونو د ايستلو غوښتنه کوي، پاکستان ولې بې پرې دريځ خپل کړی؟
د پاکستان پخوانی سفارتکار اصف درانی وايي چې هر هېواد حق لري چې پر نړيوالو چارو خپل دريځ خپل کړي. "هر هېواد ځان ته خپل حساب کتاب لري او د پاکستان دريځ دا دی چې دا ترينګلتيا موږ ښه نه ګڼو او په دې کې طرف اخيستل ښه نه ګڼو."
پاکستان حق لري چې د اوکراين په کړکېچ کې بې پرې پاتې شي.اصف درانی
نوموړی زياتوي چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې تر قرارداد وړاندې کولو وروسته د پاکستان استازي خپل دريځ په ډاګه کړی وو. "په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم ويلي ول چې موږ دا نه غواړو چې روسیه او اوکراين په جنګ کې يو بل ته تاوان ورسوي نو په دې لړ کې پاکستان د يوه هېواد حمايت يا مخالفت نه شي کولای."
روسيو ځواکونو چې د فبرورۍ پر ۲۴مه سپېدې مهال پر اوکراين بريد وکړ نو د پاکستان وزيراعظم عمران خان د روسيې په دوه ورځني سفر په مسکو کې وو.
د فبرورۍ پر ۲۵مه له روسي ولسمشر ولاديمير پوتين سره تر ملاقات وروسته د عمران خان دفتر بيان خپور کړ چې وزيراعظم د روسيې او اوکراين ترمینځ روانې شخړې باندې افسوس څرګندوي او تمه لري چې دغه شخړه به د پوځي طاقت پر ځای د سفارتکارۍ له لارې هواره شي.
په ملګرو ملتونو کې پر اوکراين د روسيې د بريد په اړه تر قرارداد وړاندې کولو مخکې د مارچ پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د اروپايي ټولنې او د هغې اتحادیې د غړو هېوادونو تر څنګ د اسټرالیا، جاپان، کاناډا او بريتانيې سفیرانو په یو ګډ بيان کې له پاکستانه د روسي يرغل پر ضد د سفارتي مرستې غوښتنه کړې وه، خو پاکستان بيا هم بې پرې پاتې شو او د قرارداد په مخالفت يا ملاتړ کې يې رايه ونه کاروله.
د خيبر پښتونخوا په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو ښوونکی ډاکټر عبدالشکور وايي چې پاکستان د غربي هېوادونو له فشار سره مخامخ دی او د ده په وينا، هغه هېواد ته به يو خپلواک او بې پرې دريځ ساتل تر ډېره ګران شي. "له بده مرغه پاکستان په نړۍ کې داسې حالت نه لري چې يو ازادانه خارجه پاليسي ولري ځکه پاکستان د مالي بحرانونو ښکار پاتې شوی دی. بلخوا پاکستان له امريکا او اروپايي هېوادونو سره تجارتي اړيکې لري نو فکر نه کوم چې پاکستان دومره توان لري چې د مغربي هېوادونو فشار ته تر ډېره وخته ټينګ شي."
ډاکټر عبدالشکور زياتوي چې روسيه او چين د پاکستان لپاره د امريکا متبادل نه شي کېدای.
پاکستان د لوېديځو هېوادونو فشار تر ډېره نه شي زغملایډاکټر عبدالشکور
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" د اعلان پر وخت وویل چې د دې مقصد د "ولس محفوظ" ساتل دي. د نوموړي په وينا دغه ګام یې د اوکراین له خوا د ورپېښو "خطرو" په ځواب کې پورته کړی.
پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.
په همدې حال کې د نړیوال جنايي عدالت څارنوال د روسیې پرضد د ممکنه جنګي جرمونو پلټنې پیل کړې دي.
بلخوا په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د پاکستان مستقل استازي خليل هاشمي د مارچ پر درېيمه د دې سازمان د بشري حقونو شورا غونډې ته د وينا پر مهال ويلي چې "پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور بنيادي اصولو لکه د خلکو برخليک ټاکنې حق، د طاقت يا د ځواک کارولو تهديد نه استعمالول، د رياستونو خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا او د شخړو سوله ييز حل ته ژمن دی."
نوموړي د روسيې او اوکراين ترمینځ د روانو مذاکراتو هرکلی وکړ او د دې پر دوام يې پر ټينګار برسېره په دې مذاکراتو کې "د بشري حقونو د موضوع شموليت" غوښتنه وکړه.
د مارچ پر درېیمه، مسکو او کییف د اوکراین په هغو سیمو کې د بشري مرستو لپاره د دهلېزونو پر پرانیستو سلا شول چې پکې سخته جګړه روانه ده. د اوکرایني ولسمشر میخایلو پودولیاک پر هم هغه ورځ له روسیې سره تر مذاکراتو وروسته ویلي چې په خبرو کې د اوربند په اړه پرمختګ و نه شو خو دواړه خواوې د ګډو هڅو پر اساس د بشري مرستو لپاره دهلېزونه پرانیزي چې موخه یې له سختې جګړې د تېرو شویو سیمو اوسېدونکو ته د خوړو او دواګانو رسول او له هغو ځایونو څخه د خلکو ایستل دي.