د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو کلتوري ورځې په مناسبت بېلابېلې غونډې کېږي


په کوټه کې د پښتني فرهنګ بېلابېل شیان نندارې ته ایښوول شوي دي - د سېپټېمبر ۲۳مې انځور.
په کوټه کې د پښتني فرهنګ بېلابېل شیان نندارې ته ایښوول شوي دي - د سېپټېمبر ۲۳مې انځور.

د پښتنو د کلتوري ورځې په مناسبت د کوټې په ګډون د پاکستان په یوشمېر برخو کې غونډې کېږي.

پښتنو ملتپاله ګوندونو او ډلو د سېپټېمبر پر ۲۳مه یوشمېر پروګرامونه جوړ کړي دي چې موخه یې د پښتنو د فرهنګ په اړه پوهاوی پیدا کول دي.

د جمعې پر ورځ پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ښاروالۍ په انګړ کې د پښتنو د فرهنګي شیانو نندارتون پرانیستی دی چې خلک یې لیدو ته ورځي او د اتڼ محفل هم جوړ شوی دی.

د کوټې نندارتون ته یوشمېر کسان ورغلي دي - د سېپټېمبر ۲۳مې انځور.
د کوټې نندارتون ته یوشمېر کسان ورغلي دي - د سېپټېمبر ۲۳مې انځور.

له دې پرته عوامي نیشنل ګوند د کوټې د کرنې ادارې په ودانۍ کې غونډه جوړه کړې ده چې ورته پوهان د پښتنو پر کلتور ویناوې کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکو سازمان هم په کوټې پوهنتون کې یوه علمي غونډه جوړه کړې ده چې ورته ورغلیو کسانو د پښتنو دودیزې جامې په غاړه کړې ده.

په همدې حال کې په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ علمي او څېړنیزه غونډه کوي او درې ورځنی نندارتون یې جوړ کړی دی.

هغې اکاډمۍ په ۲۰۱۵ز کال کې د نړیوالې غونډې پر مهال د سېپټېمبر ۲۳مه د پښتنو کلتوري ورځ اعلان کړې وه چې له هغې ورځې راهیسې لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG