د افغانستان روغتیايي چارواکي وايي، په کابل کې له یوه جومات سره نېږدې چاودنه شوې ده چې پکې څلور کسان وژل شوي دي.
اېمرجنسي روغتون د سېپټېمبر پر ۲۳مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د پېښې له ځایه ۱۴ کسان وروړل شول چې ورڅخه یې څلور روغتون ته تر ورسېدو مخکې مړه شوي ول.
اخوا د طالبانو د حکومت د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د سېپټېمبپر ۲۳مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې چاودنه د وزیر اکبر خان له جامع جومات سره نېږدې پر یوه سړک شوې ده.
ده ویلي دي چې خلک د جمعې تر لمانځه وروسته کورونو ته روان ول چې چاودنه وشوه.
ځدراڼ زیاته کړې چې د مرګژوبلې په اړه معلومات وروسته له رسنیو سره شریکوي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم مشال راډیو ته پېښه تایید کړه خو د مرګژوبلې په اړه یې معلومات ور نه کړل.
طالب چارواکي په افغانستان کې د چاودنو او نورو پېښو په اړه رسمي معلومات په ځنډ خپروي.
دا په تېرو پینځو ورځو کې په کابل ښار کې درېیمه چاودنه ده. د سېپټېمبر پر ۲۱مه له یوه رستوران سره نېږدې په چاودنه کې درې کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول. یوشمېر کسانو ویلي ول چې پېښه د ګیس سیلېنډر یا ډبې د چاودېدو له وجې شوې وه خو طالب چارواکو ویلي ول چې په اړه یې پلټنې کوي.
تر دې مخکې د سېپټېمبر پر پینځمه په کابل کې د روسیې سفارت پر ودانۍ په ځانمرګي برید کې دوه روسي کارکوونکي او څلور افغانان وژل شوي ول. د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.
له دې پرته د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر جوماتونو او د نورو مذهبي لږکیو پر عبادتځایونو یوشمېر حملې شوې دي چې د زیاترو ذمه واري یې داعش ډلې منلې ده.
د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې پرضد یې عملیاتو او اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو میاشتو کې یې د یوشمېر مشکوکو وسله والو د وژنې دعوې هم کړې دي.