د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې په چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شوي


یو طالب سرتېری په کابل کې ښار کې د امنیت لپاره ولاړ دی - د ۲۰۲۱ز کال د نومبر درېیمې نېټې انځور.
یو طالب سرتېری په کابل کې ښار کې د امنیت لپاره ولاړ دی - د ۲۰۲۱ز کال د نومبر درېیمې نېټې انځور.

د طالبانو د حکومت امنیه قومانداني وايي، په کابل ښار کې په یوه چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټوېټر لیکلي چې چاودنه د جون پر شپږمه مازیګر مهال د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې شوې ده. د ده په خبره، چوونکي مواد په یوه بایسېکل کې ایښي ول.

ځدراڼ لیکلي چې په چاودنه کې "یوشمېر" ولسي وګړي ژوبل شوي خو کره شمېر یې نه دی ورکړی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د کابل د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

په وروستیو کې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې حملې زیاتې شوې دي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د مې پر ۲۵مه په مزارشریف کې درې بمي چاودنې وشوې چې پکې طالب چارواکو د لږترلږه ۱۰ کسانو مړینه تایید کړه. د اسلامي دولت وسله والې ډلې خراسان څانګې د هغو چاودنو ذمه واري منلې وه.

پر هم هغه ورځ، د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې پينځه کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل شوي ول. هغه چاودنه په جومات کې دننه په داسې حال کې وشوه چې د ماښام جمع ولاړه وه. د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

د مې پر ۱۳مه د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې په ایوب صابر جومات کې په چاودنه کې درې کسان وژل شوي ول.

د اپرېل پر ۲۹مه پر دارالامان سړک په یوه خانقاه کې په چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان ول. تر دې یوه ورځ مخکې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سپرلیو دوه موټر د بمي چاودنو ښکار شول چې پکې لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي. د اپرېل ۲۸مې پر ماښام په شویو چاودنو کې ۱۳ کسان ژوبل هم دي. اسلامي دولت یاد داعش ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د اپرېل پر ۲۲مه، د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په چاودنه کې لږترلږه ٣٣ کسان ووژل او ۴۳ ژوبل شول. چاودنه مازیګر مهال په جومات کې شوې وه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د اپرېل پر ۲۱مه په مزارشریف کې د اهل تشیع په جومات کې دننه په چاودنه کې ۲۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. چاودنه د ښار په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پرمهال شوې وه. په هغه برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې داعش ډلې ومنله. وروسته طالب چارواکو وویل، چې د هغه برید د پلان جوړولو په تور یې د داعش ډلې یو مشکوک مخکښ مشر عبدالحمید سنګریار نیولی دی.

د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې په ګډون یې د ټولو وسله والو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مې په لومړۍ اوونۍ کې له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې داعش ډله یې ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG