پکتیکا: د حقاني ډلې اورپکي وژل شوي

پکتیکا: د افغانستان د غره ییزې پکتیکا په فضا کې د امریکايي پوځ هیلي کاپټر لیدل کېږي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای لومړۍ نېټه

رپورټ: نقیب الله متونوال، مشال راډیو

سره روضه (پکتیکا)
- د افغانستان د پکتیکا ولایت چارواکي وايي د ناټو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۰ وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي عملیات د سر روضې ولسوالۍ اړونده، د مارکزو او توماني د کلیو تر منځ سیمه کې شوې دي.

د چارواکو په خبره، په عملیاتو کې ۴۵ بهرني اورپکي هم وژل شوي دي.

د وژل شویو وسله والو مړي، د افغانستان د سرې میاشتې ادارې لخوا په مزډا ګاډو کې د ډېورنډ تر کرښې هغې خوا ته استول شوي دي.

تر دې مخکې چارواکي دا ټول مړي په سر روضې ولسوالۍ کې خبریالانو ته ښودلي دي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ویلي: (( دا کسان په هغو ګډو عملیاتو کې وژل شوي چې د جمعې په شپه په سر روضه ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.))

مخلص افغان وايي د وژل شویو اورپکو جسدونه، سرې میاشتې او ځايي خلکو د شنبې په ورځ را ټول کړي دي.

افغان وايي، په دې عملیاتو کې د هوايي ځواک مرسته هم تر لاسه کړل شوې ده.

وژل شویو کسانو د حقاني له اورپکې ډلې پورې تړاو درلود او تازه دې سیمې ته ورغلي ول.
دی وايي د عملیاتو پر مهال ګډو ځواکونو او د سیمې اوسېدونکو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.
په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو، د عملیاتو او د وسله والو د وژنې پخلی کړی دی.

خبر پاڼه وايي تر ۶۰ پورې وسله وال وژل شوي چې ډېری یې بهرنیان ول.

خبر پاڼه زیاتوي، وژل شویو کسانو د حقاني له اورپکې ډلې پورې تړاو درلود او تازه دې سیمې ته ورغلي ول.
د وژل شویو وسله والو مړي، د ډېورنډ تر کرښې هغې خوا ته استول شوي دي..

وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د پکتیکا ولایت د خیر کوټ ولسوالۍ په سیا ګرد سیمه کې یې د امریکايي ځواکونو یو ټانک په ماین الوزولی دی او څلور بهرني سرتېري یې وژلي دي.

هلته بیا ناټو یا ایساف د خپلو سرتېرو د وژنې پخلی نه دی کړی.

په سره روضه ولسوالۍ کې عملیات د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ تر عملیاتو یوه اوونۍ وروسته شوي دي؛ په دې عملیاتو کې، د افغان حکومت له وینا سره سم، ۵۰ اورپکي وژل شوي ول.