دیني او که عصري علوم؟ کومه لار خپلول په کار ده؟

نقیب الله متونوال، مشال راډیو


خوست
- په افغانستان کې هم د نورو هېوادونو غوندې دوه ډوله زده کړې کېږي، دیني علوم او په ښوونځیو کې عصري علوم.

هغه زده کوونکي چې په مدرسه کې زده کړې کوي، هغوی عصري علوم لکه ساینس، ریاضي، تاریخ او کمپیوټر وغیره نه زده کوي. خو په ښوونځیو کې زده کوونکي له دیني علومو بې خبره وي.

دې لرېوالي نه یواځې ګڼ سلیقوي توپیرونه پیدا کړي دي بلکې کله، کله خو یو د بل پر وړاندې بدې ردې هم وايي؛ ځېنې په ملایانو پسې او ملایان بیا د عصري علومو خاوندان په بېلا بېلو نومونو یادوي.

خو ایا یواځې د یو علم زده کول د یو مسلمان لپاره ضروري دي او که د مسلکي زده کړو تر څنګ باید دیني او یا عصري علوم هم زده کړل شي؟

په دې اړه یو څو تنه زده کوونکي وايي چې دوی ته څوک د مدرسې د تللو او ځېنې ښوونځي ته د تللو وايي او د یو بل کمی وايي، خو ریښتیا دا دي چې اوس مهال د دواړو علومو زده کړه اړینه ده.

لیکوال او ژورنالېسټ یونس برهان، چې هم یې دیني علوم زده کړي او هم په عصري علومو، انګلیسي او کمپیوټر پوهېږي وايي په اسلامي ټولنه کې دواړه ډوله زده کړې ضروري دي: ((که څه هم زما تجربه، به دومره نه وي خو ویلی شم چې په اوسنۍ نړۍ کې دواړه د یو بل بشپړونکي دي. دیني علومو زما سره په ژورنالېزم ، ټولنپوهنه او نورو ډېرو ټولنیزو برخوکې مرسته کړي او ماته یې یولید لوری راکړی.

خو که څوک دیني علوم زده کوي ، عصري علوم نه زده کوي نو دوی به د ژوند له ډېرو اړخونو بې خبره پاتې شي. حتی زما په فکر له شریعت څخه به هم بې خبره پاتې شي نو په اسلامي ټولنه کې د دواړو علومو څخه خبریدل او زده کړه ډېره ضروري ده.))

په خوست کې یو تن دیني عالم مفتي حبیب الرحمن هم وایې چې د دښمنانو کار دی چې په يوه اسلامي ټولنه کې یوعلم ضروري بولي او بل ته ارزښت نه ورکوي.

نوموړى زياتوي، چې د یوې اسلامي ټولنې لپاره د دواړو علومو زده کړه ضروري او لازمي ده: ((ځینې خلک د دیني علومو او عصري علومو ترمنځ توپیر پیدا کوي او یوبل ناروا بولي ، دا کاملاْ غلط فکر او کار دی. دا د اسلام نظریه نه ده بلکې په سلګونو ایتونه او حدیثونه شته چې انسان ته پکې ویل شوي، چې تاسو په کایناتو کې فکر وکړئ، په ځمکه او اسمانونوکې تحقیق وکړئ او دا ټول په ساینسي علوموسره کیږي. نو د دواړو علومو زده کړه فرض او لازمي ده.))

د عصري او دیني علومو یا د ښوونځۍ او مدرسې لیروالی د دې باعث شوی، چې نه یوازې سلیقوي توپیرونه پیدا شي بلکې ډېرځله د شخړو او جګړو باعث هم شویدی.

د چارو کارپوهانو په نظر بايد حکومت د دې مسلې د حل لپاره يوه ځانګړي پاليسي او نصاب جوړ کړي.