په کندهار کې دایانې روزل کېږي

په کندهار کې له نجونو ازموینه اخیستل شوې ده

سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې د هېواد د نورو سيمو په څېر ډېرى میندې د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتيا رياست چارواکي د زيږون پر مهال د مېندو د مرګ لاملونه د روغتونونو نشتوالى ، ناامنۍ ، د دايانو د پوهې ټيټه کچه او د لويو لارو خرابوالى بولي.

د کندهار د عامې روغتيا رياست کار کوونکي وايي چې په جنوبي ولايتونو او ليرې پرتو سيمو کې د دايانو يا قابيلو د پوهې د کچې د لوړوالي په موخه نوې او لوستې دايانې په دندو ګماري .

په کندهار کې د طبي علومو د انسټيټيوټ مشره ډاکټره نسرين بارکزۍ وايي چې د دولسم ټولګيو له شپږ پېنځوس تنو ښځينه زده کوونکيو څخه ازموينه اخلي او وروسته بيا بريالۍ شوې نجونې د قابلګۍ د زدکړې په دوه کلن کورس کې شاملوي .

په کندهار کې نجونه د امتحان پر مهال

د بارکزۍ په خبره د دايانو په توګه به دولسم ټولګيو د فاريغانو نجونو پر دندو ګمارل د مېرمنو د مرګ هغه کچه را ټيټه کړي چې دا مهال د زيږون پر مهال په جنوبي ولايتونو کې مري .

(( تقريبا نهه اويا نجونې له مونږ سره ثبت نام شوې دي . چې دا ازموينه ورکړي خو دا مهال شپږ پېنځوس نجونې راغلې دي . په دغو نجونو کې زياته برخه يې د کندهار اوسېدونکي دي خو ځينې په کې د روزګان او نورو ولايتونو هم دي . دوى به تر ازموينه او کورس ختمولو وروسته د جنوبي ولايتونو بېلابېلو سيمو ته ځي او هلته به دنده اجرا کوي ))

دا زياتوي چې بريالۍ شوې نجونې به تر دوه کلن کورس پوره کولو وروسته په کندهار سربېره د افغانستان د نورو جنوبي ولايتونو په ليري پرتو سيمو کې هم خپلې دندې تر سره کوي.

د نسيمې په نامه د دولسم ټولګې يوه فاريغه شوې زده کوونکې هم وايي چې په جنوبي ولايتونو کې د لوستو او پوه دايانو د نه شتون له امله ډېرې مېرمنې د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي خو باوري ده چې د دوى تر بريالي کېدو وروسته به دغه ستونزه ختمه شي.

(( نوم نسيمه ده راغلې يمه چې د قابليګۍ امتحان ورکړم . په کندهار کې د مېندو ستونزې ډېر زياتې دي، يوه يې د پوه دايانو نه شتون دى، زه باوري چې تر دې ازموينې او برياليتوب وروسته به مونږ دغه ستونزه ختمه کړو . ))

د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې ښځې په دې سربېره له ګڼ شمېر نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي چې د زياتو له امله يې کله کله ژوند لا سه ورکوي.

که څه هم له تېرو لسو کالو را دې خوا د هېواد په جنوب کې د ښځو او بشر حقوقو د ادارو کارکوونکي وايي چې ښځو ته ور پېښې ډېرى ستونزې يې ختمې کړي دي خو د جنوبي سيمو مېرمنې يې اوس هم ادعاوې بې اساسه بولي.