کابل: ځانمرګي برید ګڼو کسانو ته د سر زیان رسولی

د ځانمرګي برید وروسته ژوبل شوي کسان وير کوي.۶ ډسمبر ۲۰۱۱م کال

په کابل کې د عاشورې په مناسبت جوړه شوې یوه غونډه کې ځانمرګي برید یو شمېر کسان وژلي او ژوبل کړي دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې د ښار په مراد خانۍ سیمه کې چې د ابولفضل زیارت پکې دی دا پېښه رامنځ ته شوېده.


د خبر له مخې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوې او امنیتي ځواکونه او خلک مړي او ټپیان لېږدوي.

بلخوا هلته په مزارشریف ښار کې هم ځان مرګۍ برید شوی دی.