د کابل امنیتي چارواکي وایي، چې د مراد خانۍ په سیمه کې د ځان وژونکې حملې له امله څه باندې ۳۰ تنه وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو ریس جنرال محمد ظاهر مشال ریډيو ته وویل، چې دغه ځان وژونکې حمله نن غرمه مهال د ابولفضل جومات ته نږدې وشوه چې په پکې شییعه ګانو د عاشورې مراسم ترسره کول.
په وژل شویو کې ډېری ماشومان او ښځې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند ډاکتر کارګر نوراوغلي وویل، چې د کابل له حملې څخه ورته ۱۴ مړي او۱۰۵ ټپيان ور وړل شوي دي.
په همدې حال کې د مزار شریف په ښار کې هم غرمه مهال یوه ځان وژونکې حمله وشوه، چې د مزار د امنیت د امر عبدالروف تاج په وینا درې کسه ملکیان په کې ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د مزار شریف روغتیایي مسولین بیا وایي، چې له دې جملې څخه ورته څلور مړي او شل ټپیان ور وړل شوي.
د کندهار په چارسو کې هم د یوې بجې په شااوخوا کې د عاشورا مراسمو ته نږدې چاودنه وشوه، چې د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق په وینا دوه پولیس او پنځه عام وګړي په کې ټپيان شول.
د کابل د حملې مسولیت د پاکستان جنګوي لښکر په غاړه اخیستی خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامییه کې د کابل او مزارشریف د بریدونو غندنه کړې او وايي چې دوی پکې لاس نه لري.
په افغانستان کې دا اوسني بریدونه یوه ورځ له هغې وروسته کېږي چې پرون د جرمني په بون ښار کې ددغه هیواد په اړه نړیواله غونډه وشوه چې پکې ورسره د امنیت او اقتصاد ښه کولو په برخه کې دمرستو ژمنې وشوې.
په دغه کنفرانس کې پاکستان او طالبانو برخه نه لرله.چې په افغانستان کې د سولې راوستو دوه مهم لوبغاړي بلل کېږي.