افغان حکومت د پاکستان د بهرنيوو چارو د وزيرې د سفر په درشل کې له پاکستانه بيا غوښتي چې د طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې دې مرسته وکړي. د افغانستان د بهرنيوو چارو د وزارت وياند جانان موسی زي په کابل کې په يوه خبرې ناسته کې راتلونکې مياشت د پاکستان د بهرنيوو چارو د وزيرې له سفره مخکې وويل چې پاکستان د طالبانو سره په روغه جوړه کې مهم رول لوبولی شي. موسی زي همداراز په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه وويل:
″د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر به د فبروري په لومړي یعنې د چهارشنبې په ورځ کابل ته راشي، د بهرنیو چارو له وزیر او جمهور رییس کرزي سره به وویني او د سولې په روان بهیر به سره خبرې ترسره کړي.
دا سفرمهم دی او هیله ده د دواړو هیواد پر اړیکو او د سولې په لاره کې اغیزمن پای ته ورسیږي.″
د بهرنیو چارو وزارت دا هیله په داسې حال کې مطرح کوي، چې ویل کېږي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې له کابو لسو میاشتو راهیسې روانې دي او راپورونه داهم وایي، چې اوسمهال د دواړو لوړو استازي قطر ته رسیدلي دي.
موسی زي دا هم وویل، په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې تراوسه په لومړیو پړاوونو کې دي او دا ضرورت احساسیږي، چې د دې مذاکراتو دمخه د افغان حکومت او قطر ترمنځ یوځل خبرې ترسره شي.
موسی زي وویل:
″په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر تراوسه نه دی جوړ شوی، خبرې پرې روانې دي، خو لازمه ده، چې د دې دفتر له جوړېدو دمخه د افغان حکومت او قطر ترمنځ مذاکرات وشي.″
که له یوې خوا دقطر په مذاکراتو کې د پاکستان همکاري مهمه ګڼل کېږي، له بلی خوا هم امریکا او هم د نړۍ ځینې هیوادونه پر پاکستان تورلګوي، چې د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري نه کوي.
د قطر مذاکرات چې واک یې تر دې دمه د امریکا په لاس کې دی، د افغانستان او پاکستان برخه اخیستنه په کې په څرګند ډول نه ده اعلان شوې.
بلخوا د مشرانو جرګې په قطر کې له طالبانو سره د امریکا پر خبرو نیوکه وکړ
د مشرانو جرګې اکثرو غړو په خپلو خبرو کې په دې ټینګار کاوه چې سوله د افغانستان د روانې ستونزې د هواري لاره ده، خو د سولې لپاره په قطر کې د امریکایايي چارواکو او طالبانو ترمنځ پر روانې اړیکو یې هم انتقادونه درلودل.
د دوی تر ټولو لویه اندیښنه هماغه وه چې تر دې مخکې یو شمیر افغان چارواکو څرګنده کړې چې د قطر په خبرو کې د افغانستان دولت څنډې ته پاتې شوی دی.
دوو تنو سناتورانو محمد حسن هوتک او داود حساس په دې اړه وویل:
″طالبان او حزب اسلامي یو طرف دی او د افغانستان دولت بل طرف دی. سوله ددغو دوو لوریو په منځ کې باید و اوسي، دا باید افغاني وي، په ځانګړې توګه د افغان دولت تر مشرتابه لاندې باید وي.″
″د سولې له عالي شوره د لومړي ځل لپاره مالي مرسته بهرنیانو وکړه، د محترم حضرت صیب په مشرۍ چې کوم د سولې کمیسیون له دې نه مخکې جوړ شوی و، هغه هم بهرنیانو حمایه کاوه، نن په قطر کې چې دفتر جوړیږي هغه هم د بهرنیانو له ملاتړ نه برخمن دی، دا ټولې هغه ډرامې دي چې پرموږ یې په تیرو دیرشو کلونو کې بهرنیان کوي.″
د مشرانو جرګې یو شمیر غړو په دې هم ټینګار کاوه چې د سولې خبرې باید د طالبانو پر ځای له پاکستان سره وشي.
د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني له وژل کیدو وروسته جمهور رئیس حامد کرزي هم همدغه خبره کړې وه، خو وروسته څرګنده شوه چې له طالبانو سره په خبرو کې د امریکا حکومت ډیر مخ کې تللی و.
په عین حال کې د پاکستان حکومتي چارواکي هم داسې انګیري چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې شامل نه دی او ټاکل شوې چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیره هنا رباني کهر په نږدې راتلونکې کې کابل ته ورسیږي.
له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو په اړه د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وویل، اکثره سناتوران په دې باور دي چې سوله باید اساسي قانون او د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنو ته په درناوي سره وشي:
″د افغانستان د سولې عالي شورا او په قطر کې چې کومه اداره چې نړیوالې ټولنې طالبانو ته جوړه کړې ده، دوی په همغږۍ کولای شي چې افغانانو ته سوله راولي، د افغانستان د لسو کلونو لاسته راوړنو او اساسي قانون ته په درناوي، د ښځو حقونو، د بشر حقونو، د بشر د حقونو دعوت کوونکو او نور نړیوالو سازمانونو چې د ترهګرۍ سره یې مبارزه کړې ده، په درناوي باید وشي.″
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې پخوا د افغانستان د اساسي قانون منل د خبرو لپاره په وسلوالو مخالفینو د یو شرط په توګه یاداوه، خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل ته په خپل سفر کې ځینې نوې خبرې هم درلودې.
ښاغلي مارګ کروسمن په قطر کې د دفتر د پرانستلو لپاره پر طالبانو دوه شرطه کیښودل، یو له القاعده شبکې څخه په ډاګه خپل پریکون اعلانول او بل د افغانانو ترمنځ له خبرو نه ملاتړ.
نوموړي همداراز د افغان چارواکو د اندیښنو د له منځه وړو هڅه وکړه او ویې ویل، د افغانستان د راتلونکې په اړه هر ډول پریکړه یوازې افغانان کولای شي.