واشنګټن - د امریکا د ماليې وزارت له یوه افغان سره له وسله والو طالبانو سره د ملګرتوب په تور پر هغه بندیز لګولی دی.
د مالیې وزارت وايي، دې کس د سړک تر غاړې ښخېدونکي ماینونه یا بمونه جوړول.
د مالي چارو وزارت د دې کس نوم عبد الصمد اڅکزی ښودلی دی او ویلي یې دي چې دی افغان دی او دا مهال د پاکستان په بلوچستان کې اوسي.
د امریکا مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول اداره وايي، عبد الصمد اڅکزي په افغانستان کې په بمي بریدونو کې هم لاس درلود.
د وزارت په وینا، نوموړي له وسله والو طالبانو سره مرسته کړې، او همدا راز د افغانستان په لویدیځ او جنوب کې یې یو شمېر طالبانو ته د بمونو جوړولو روزنه ورکړې ده.
د امریکا مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې مشر اډام څوبین ویلي، د نوموړي په لاس جوړ شوي بمونه په افغانستان کې د ګڼو بهرنیو سر تېرو او ملکیانو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.
د امریکا لخوا تر دې بندیزونو وروسته اڅکزی نشي کولای له امریکايي وګړو سره کار و بار وکړي، او که چېرې په امریکا کې د ده جایداد یا نورې شتمنۍ وي، نو هغه هم کنګل کړل شوې دي.