د پاکستان قامي سلامتيا کميټۍ د نهي په ورځ له امريکا سره د اړيکو پرځای کولو لپاره ۱۶ سپارښتني وړاندي کړي . په دي سپارښتنو کې د ډرون بريدونو درول، د سلللا د پيښي په اړه د امریکا لخوا بې له شرطه د بخښنې غوښتنه او پر ناټو سپلايي محصولات اخیستل شامل دي.
د مشال تر رڼا لاندي د بحث موضوع همدا ده چې ميلمانه یې د پاکستان د پارليمان پخوانی غړي او د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو سکرېتر رضا محمد رضا، کارپوه او پخوانې سفارتکار اياز وزير او د اقتصادي چارو کارپوه مبارک زيب شامل دي.
ددې بحث کوربه ګل آياز دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.