دا اونۍ مو "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر تازه څرګندونو ته ځانګړی کړی دی. نوموړي د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت په اړه د پارلېمان کمېټۍ غونډې ته وینا وکړه او و یې ویل چې پاکستان باید یو "سخت" یا "پیاوړی دولت" شي. نوموړي وروسته په بیان کې وویل چې د هېواد سیاسي او پوځي مشرتابه ژمنه کړې چې د زیاتېدونکې ناامنۍ مخنیوي لپاره د ترهګرۍ ضد کړنلاره عملي کړي او د طاقت له لارې د مسلو حل پیدا کړي. پوښتنه دا ده چې د جنرال منیر دا څرګندونې څه معنا لري؟ د ځواب لپاره یې بشپړ بحث وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
سه شنبه ۲۵ مارچ ۲۰۲۵
دا اونۍ «د مشال تر رڼا لاندې بحث» د بلوچستان امنیتي حالاتو ته ځانګړی شوی دی. په هغه صوبه کې د بلوچستان د ازادۍ لپاره د جنګیدونکې وسلوالې ډلې بلوچ لیبرېشن ارمي لخوا د مارچ پر ۱۱مه له کوټې پېښور ته روان د جعفر ایکسپریس په نامه اورګاډی تر برید لاندې راغلو او بیا هغوی زیات شمېر سپرلۍ چې ویل کېږي امنیتي سرتېري دي، برمته کړل. د بلوچستان حکومت وايي، د نیولو شوو کسانو د خلاصون لپاره یې عملیات پیل کړي دي. یادې پېښې یو وارې بیا وښودله چې په بلوچستان صوبه کې د بیلتونپالو ډلو فعالیت زیات شوی دی. بلوچستان او خیبر پښتونخوا د پاکستان ناارامې صوبې دي چې وخت په وخت پکې د بدامنۍ پېښې مخې ته راځي. په داسې کې د ریاست ذمه واري څه ده؟ د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې په دې اړه له شنونکو سره بحث شوی دی.